لوګر او وردګو کې پوځي عملیات پيل شول

د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي، د تېرو ۲۴ ساعتونو راپه دېخوا د میدان وردګ او لوګر ولایت په یو شمېر ولسواليو کې عملیات پيل شوي دي.

د څلورمې پلې لوا قومندان برید جنرال عبدالرازق ساپي سلام وطندار ته وویل، چې دغه عملیات د میدان وردګ په چغتو، سیداباد، نرخ او د لوګر په محمداغي، څرخ او برکي برک ولسوالیو کې د ملي اردو، پولیسو او ملي امنیت سرتېرو له لوري پيل شوي دي.
ساپی وایې، د دغو عملیاتو موخه په لوګر او میدان وردګ ولایتونو کې د وسله والو څخه یو شمېر سیمې پاکول او نوي ۵۰۰ امنیتي سرتېري ځای پرځای کول دي.

جنرال ساپي د دغوعملیاتو د پای نیټه په ډاګه نه کړه، خو ویې ویل، تر هغه وخته به دوام لري، چې د میدان وردګو او لوګر نا امنه سیمې له مخالفینو پاکې شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام