د لوګر د مرکز پلعلم ښار دوو اوسېدونکیو لطفالله ستانکزي او بلال نیکزاد سلام وطندار ته وویل چې د ولایت مقام او امنیې قوماندانۍ په سلمترۍ کې د دولتي ځمکو د غصب او چور لړۍ روانه ده؛ خو دولت یې تر اوسه پر وړاندې اقدام نهدی کړی.
دوی یو شمېر امنیتي او ملکي مامورین هم پهدې تورنوي چې ګواکې د دولتي ځمکو په غصب کې لاس لري او هره ورځ د پلعلم ښار لویدیځ لور ته د میر ابدال غره د لمنو ترڅنګ پر غصب شویو ځمکو کورونه ودانوي.
دوی همداراز ادعا کوي چې په محمداغې ولسوالۍ شاته د نیازیو سیمه کې هم ډیرې ځمکې غصب شوېدي.
په ورته وخت کې د لوګر د ولايتي شورا ریس حسیبالله ستانکزي سلام ته وويل چې د پلعلم لوېديځ ته د میر ابدال غره لمنې د يو شمېر زورواکیو او مافيايي کړيو لهخوا غصب شوي او د استوګنې زرګونه نومرې يې په کې جوړې کړېدي.
ښاغلي ستانکزي زیاته کړه چې دوی د پلعلم ښار د ځمکو د غصب په اړه خپلې اندیښنې له ولایتي ادارې او مرکزي حکومت سره شریکې کړېذدي؛ خو بیا یې هم پر وړاندې جدي مبارزه نهده شوې.
د نوموړي د معلوماتو لهمخې، دغه غصب شوې ځمکې د پلعلم ښار تفريحي او پراختيايي سيمه وه؛ خو د اړوندو چارواکیو د بېکفايتۍ له امله اوس غصب شوېده.
د لوګر د والي ویاند شمشاد لاروي سلام وطندار ته وویل چې په لوګر کې شوی غصب پخوانی دی او تازه هېڅ غصب نهدی شوی.
ښاغلی لاروی زیاتوي چې د ګڼشمېر غاصبانو دوسیې څارنوالۍ ته استول شوي او هېچا ته به د دې اجازه ورنهکړي چې دولتي ځمکه غصب کړي.
دغه راز د لوګر د امنيې قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزي سلام وطندار ته وویل، که ولایت مقام او ښاروالۍ وغواړي نو دوى چمتو دى چې د ځمکو د غصب په مخنيوي کې ورسره اړينه همکاري وکړي.
احمدزي همدارنګه زیاته کړه چې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوی د لوګر امنیې قوماندانۍ ته لومړیتوب لري او هېچا ته به د دې اجازه ورنهکړي چې په دولتي ځمکو کې کورونه او سوداګریز مارکیټونه جوړ کړي.
د افغانستان اراضي ادارې د معلوماتو لهمخې، د کابل او لوګر ولايتونو په ګډون په ټول هېواد کې شاوخوا ۳ ميليونه جريبه ځمکه غصب شوېده.
ورته مطالب: