د دايکندي ولايت د ټاکنيزو شکايتونو د خپلواک کميسيون د ولايتي دفتر مسوولانو لويې څارنوالۍ ته د ټاکنو د خپلواک کميسيون د ۷ کمېشنرانو د معرفي کېدو خبر ورکوي.
د ياد ولايت د ټاکنيزو شکايتونو د خپلواک کميسيون رييس عبدالرحیم بازل سلاموطندار ته وايي، د ټاکنو خپلواک کميسيون ۷ کمېشنرانو چې د دايکندي ولايت د ۷ محلونو پاکې رايې يې باطلې اعلان کړې وې، لويې څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.
د نوموړي په وينا، د تاکنيزو شکايتونو د خپلواک کميسيون مرکزي دفتر د ټاکنو خپلواک کميسيون کمېشنرانو ته درې ورځې وخت ورکړی چې د استيناف غوښتنه وکړي، که دندې به يې وځنډول شي.
بازل زياتوي، د ټاکنو کميسيون کمشنرانو هغه رايې چې د بيا شمېرلو پروسه کې د باور وړ ګنل شوې وې، باطلې اعلان کړې دي.
خو د ټاکنو خپلواک کميسيون رييسې حوا علم نورستانۍ لويې څارنوالۍ ته د ۷ کمېشنرانو د معرفي په غبرګون کې ويلي چې دا پرېکړه د ټاکنو له قانونه ښکاره سرغړونه وبلله.
نوموړې د ټاکنيزو شکايتونو له مرکزي دفتره غوښتي چې په د يادې پرېکړې په اړه له سره بيا کتنه وکړي.