د فرخندې د قتل دوسیې لومړنۍ محکمې څلورمه غونډه نن ( د اپریل په ۱۹ مه) د پېښې په ځای کې د وظیفه وي غفلت په تور ۱۹ پولیسو ته د محاکمې د حکم په اورولو سره پای ته ورسېده.
د محکمې رییس مجددي د جزايي اجراتو قانون له مخې حسیب الله د پولیسو دویمې حوزې امر، سید تیمور شاه د پلان او اوپراسیون امر، غلام نبي جنايي مدیر، صالح محمد د دویم ټولي قومندان او شاه محمد د دې حوزې یو بل مسول د وظیفه وي غفلت په دلیل په یو، یو کال بند محکوم شول.
په همدا ډول ناز محمد د پېښې په سیمه کې د پوستې قومندان، عبدالسمیع د دویمې حوزې د بلوک قومندان، محمد مقیم د دویمې حوزې د سیمې د کنترول غړی، جواد د ۰۲۰ پوستې قومندان، عبدالصبور د دویم بلوک قومندان او ذبیح الله د افغان ترک پوستې قومندان هر یو په یو کال بند محکوم شول.
سید اسماعیل د دویمې حوزې اداري مرستیال، حبیب الرحمن د عمومي پوستې د بشري قواوو قومندان او نوراغان د دویمې حوزې د کشف امریت غړی په دنده کې د وظیفوي غفلت او له خپلو صلاحیتونو نه د نه استفادې په تور چې د الزام دلایل موجود نه و برائت تر لاسه کړل.
په همدې ډول احمدظاهر د دویمې حوزې سرباز، محمد حلیم د دویم ټولي مرستیال، عبدالوکیل د حوزې سرباز، اقبال د افغان تر پوستې سر باز او خواجه کاظم د پوستې سرباز برائت شول.
مجددي وویل، چې د دې محکمې حکوم نهایي نه دی او تورن کسان کولای شي چې استیناف طلب شي.
د لومړنۍ محکمې قاضي د دې غونډې ګډونوالو ته وویل چې د فرخنې دوسیه د روان کال د ثور په ۱۶ پای ته رسیدلې و، خو د هر اړخیزو څېړنو او د څو سوو قضايي ورقو د څېړلو له امله اوس د محکمې حکم صادر شو.
د محکمې قاضي د امنیتي مسولینو په اړه صادر شویو تورونه رد کړل او و يې ویل، چې د جزايي اجراتو د قانون له مخې باید د یوې دوسیې څېړل یو میاشت وخت ونیسي.
د فرخندې دوسیه د ثور په ۹مه محکمې ته وړاندې شوه.
او د ثور له ۱۲ د محکمې ناستې پیل شوې او د ثور تر ۱۶ یې دوام وکړ، چې په دې موده کې ۳۰ تورنو دوسیې و څېړل شوې.
له ۱۱ ورځو ځنډ وروسته د ۱۹ تورنو پولیسو دوسیې هم و څېړل شوې.
په ټوله کې د فرخندې د دوسیې څېړلو ۲۰ ورځې وخت ونیاوه.
نن ورځې د محکمې د حکم په صادرولو سره د فرخندې د قتل دوسیه و تړل شوه او په ټوله کې یې ۳۰ تنه ولسي تورن او ۱۹ تورنو پولیسو ته د محکمې حکم واورول شو.





