له ۲۴ ساعتونو وروسته په کابل کې شخړه پای ته ورسېده

د کابل پولیسو، تمیم شنسب ـ چې له تېرې ورځې د کابل نوي‌ښار په حاجي یعقوب څلور لارې کې په‌خپل کور کې له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې ښکېل و او نن ماسښپين یوې بجې پورې د امنیتي ځواکونو له لوری محاصره و ـ ونیول شو.

را پورونه وایي چې ښاغلي شنسب د یوې خصوصي امنیتي کمپنۍ رییس دی.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي سلام وطندار ته وویل چې تمیم شنسب له ۱۸ تنو ساتونکیو سره د پولیسو له لوري ونیول شو.

د ښاغلي رحیمي په وینا، په‌دې شخړه کې یو پولیس او د شنسب یو ساتونکی وژل شوي او ۶ تنه پولیسان ټپیان دي.

ښاغلی رحیمي زیاتوي، تمیم شنسب د اسدالله په نامه د یو ښاري حویلۍ غضب کړې‌وه او کله چې د پولیسو له لوري د اسدالله د کور تشولو ګام پورته شو؛ د تمیم ساتونکیو په ‌ډزو لاس پورې کړ.

د پولیسو او تمیم شنسب تر منځ شخړه د دې لامل شوه چې د کابل نوی‌ښار د ۲۴ساعتونو له‌پاره رخصت وي.

کابل‌ښاریان وايي چې د تمیم شنسب او پولیسو ترمنځ شخړې وېره خپره کړه او کاروبار په ټپه ودرېد.

د نوي‌ښار د حاجي یعقوب څلور لارې دوه تنه اوسېدونکي خاکسار او محمدعارف وايي چې خلک له ډېرې وېرې یوې او بلې‌خوا ته وتښتېدل او سملاسي شاوخوا ټول دفترونه او هټي وتړل شول.

د دوی په وینا، د یو وسله‌وال شخص د نیولو له‌پاره نږدې ۲۴ ساعته نوی‌ښار ټول تړلی و او د خلکو په ورځني کاروبار یې منفي اغېز وکړ.

امنیتي چارواکي وايي چې له تمیم او ساتونکیو یې سپکې او درنې وسلې تر لاسه شوي چې پیکا او راکټ په‌کې شامل دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام