له ښځو سره د تاوتریخوالي قضیو د څېړنې په موخه د ښځو چارو، کورنیو چارو او عامې روغتیا وزارتونو او لویې څارنوالي استازیو په ګډون، نن په کابل کې غونډه جوړه شوه.
د ښځو چارو وزارت چارواکي د ۱۳۹۸ کال په لومړیو دوو میاشتو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي پېښو د زیاتوالي خبر ورکوي.
د دوی په وینا، په یاده موده کې په سرپل، غور، بادغېس، ننګرهار او کابل ولایتونو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۱۵ قضیې ثبت شوې دي.
د ښځو چارو وزارت مرستیالې سپوږمۍ وردګ وویل، د دغو قضیو په ډله کې د ولسي جرګې د فرهنګي کمېسیون کارکوونکې مینې منګل ترور او د سمنګان ولایت په روی دواب ولسوالي کې پر یوې قابلې ډلهییز جنسي تېری زړه بوږنوونکې پېښې وې.
د وردګ په وینا، د تاوتریخوالي ډېری دا پېښې په سرپل ولایت کې ثبت شوې دي.
سپوږمۍ وردګ زیاتوي، په یادو قضیو کې ۷ د قتل، دوه د صحرايي محکمې، یوه د په زور نکاح کولو، دوه د واده په بهانه د پلورلو او ۲ نورې قضیې هم د ډلهییز تېري دي او دغه راز ۲ ښځې طالبانو بندیانې کړي چې د یادو ۱۵ قضیو له ډلې ۶ یې په سمنګان ولایت کې شوې دي.
- د پلار او ورېندارې په مخکې پر یوې قابلې د ۸تنو ډلهييز جنسي تېری
- صحرايي محکمه؛ د مینې په «جرم» د یوې جلۍ او هلک وژل کېدل
له ښځو سره د تاوتریخوالي پر ضد د مبارزې چارو کې د لويې څارنوالي مرستیالې سینا شنا منصور وویل چې د یادو دوسیو په څېړنو کې پرمختګ شوی، خو لا بشپړې شوې نهدي.
د مېرمن منصور په وینا، پولیسو د مینې منګل د وژنې په تور ۲ او په سمنګان کې پر یوې قابلې د ډلهییز تېري په تور ۹ کسان نیولي دي:
نالوستیا، ناامني، بېوزلي، اداري فساد او له سزا د معافیت فرهنګ په افغانستان کې له ښځو سره د تاوتریخوالي پېښو د زیاتوالي لاملونه ګڼل کېږي.