له ښځو د ملاتړ لپاره د نیاوغوښتنې ډله: د محکمې د حکم له مخې د بکارت پردې معاينه انساني کړنه نه ده

له ښځو د ملاتړ لپاره د نیاوغوښتنې ډلې غړیو نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال د افغان دولت د کابینې پر هغې پرېکړې اعتراض وکړ چې کابينه وايي، د نجونو د پېغلتوب یا بکارت پردې معاینه کول د نجلۍ د رضایت او باصلاحیته محکمې له حکم پرته جایز نه دي.

اوس ياده ډله وايي چې د نجونو د پېغلتوب معلومولو معاینات باید هېڅ ونه شي.

 دغه ډله غواړي چې هغو کسانو ته باید سزا ورکړل شي چې د پېغلتوب ثابتولو د معایناتو غوښتنه کوي.

د افغانستان میډیکای موسسې رییسه جمیله افغاني وايي، د بکارت پردې د معاینه کولو پر بنسټ د کابینې پرېکړه چې د نجلۍ په رضایت د صلاحیت لرونکې محکمې په حکم پورې تړل شوې، پر بشري حقونو یو ډول بې باوري ده.

د افغانستان د جزا کوډ د ۶۴۰مې مادې په دویمه فقره کې ویل شوي چې د نجونو د پېغلتوب یا بکارت پردې د طبي معایناتو ترسره کول د نجلۍ له رضایت او د صلاحیت لرونکې محکمې له حکم پرته منع دي.

د افغانستان د مدافع وکیلانو خپلواکې ټولنې مرستیاله نجلا راحل وايي، د جرم او زنا عمل د ثابتولو او دغه راز د ښځو د جنسي وضعیت ټاکلو په موخه د بکارت پردې معاینه کول باید په جدي توګه له هېڅ راز قید او شرط پرته منع شي.

له ښځو د ملاتړ لپاره د نیاوغوښتنې ډلې غړی محمد اشرف بختیاري او د عدلي علومو خدماتي موسسې مدیر وايي، عدلي او قضايي بنسټونه باید د دې پرځای چې عدالت رعایت کړي، د قضیو علمي او حقوقي معیارونه تر پښو لاندې کوي.

له دې وړاندې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم د جزا کوډ د ۶۴۰مې مادې د دویمې فقرې د تعدیل په غبرګون کې، د بکارت پردې له قید او شرط پرته منع کېدو غوښتنه کړې وه.

هڅه مو وکړه په دې اړه د عدلیې وزارت نظر هم ولرو، خو له پرله‌پسې هڅو سربېره بریالي نه شوو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام