د ننګرهار ولایت له پچیراګام ولسوالۍ کډه شوې کورنۍ وايي، که ورسره مرسته ونه شي؛ نو ژوند به یې لا نور هم له ستونزو سره مخ شي.
دوی د داعش ډلې او ځايي پاڅونوالو د جګړو له امله راکډه شوي او اوس د ننګرهار مرکز جلال اباد او ځینو نورو سیمو کې په بد حالت کې ژوند کوي.
د سلام وطندار ولایتي خبریال د جلال اباد اړوند خالص فامیلیو سیمې ته له پچیراګامه د ورکډه شویو کورنیو حالت ارزونې ته ورغلی. دغلته ډېرې بې ځایه شوې کورنۍ د سرپنا، خوراکي توکو، اوبو، درملو او اضافي لباسونو ته اړتیا لري؛ اړمن د خیر ښېګڼې موسېسو، مرستندویه بنسټونو او مسوولو حکومتي ادارو د مرستو په هیله شپې رڼوي.
د دغو راکډه شویو کورنیو له جملې یوې مېرمنې له سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې د خپلې کورنۍ له شلو غړو سره یې له جګړې جلال اباد ښار ته پنا راوړي.
د دې کورنۍ سرپرسته مېرمن وايي، په دې تمه شپې او ورځې تېروي، چې کوم څوک به یې وږو بچیو ته ډوډۍ وروړی. دغلته ډېر ماشومان او مېرمنې په یوې زړې سترنجۍ ناستې دي، چې د ډېرو یې په پښو څپلۍ او بوټونه هم نه شته او یوازې یې خپل سرونه پر سیوري کړي دي.
د دغې ودانۍ په ځمکتلي کې ډېرې نورې مېرمنې او ماشومان هم شته، دوی وايي، تر اوسه له خپلو نارینه وو نه دي خبرې او نه یې اړیکې ورسره ټینګې شوي دي.
که څه هم پچیراګام کې له تېرې ورځې راهیسې د حکومتي ګډو ځواکونو له لوري د داعش ضد عملیات روان دي، خو له هغه ځایه د کډه کوونکو کورنیو لړۍ اوس هم روانه ده او هره ورځ لسګونه کورنۍ ځانونه خوندي سیمو ته رسوي.
د احمد په نوم د کوز پچیر سیمې یو اوسېدونکی چې تازه یې د خپل کور توکي په یوه ډاټسن ډوله موټر کې بار کړي و، شکایت کوي، چې له یوې خوا یې داعشي وسله وال وژني او له بل لوري یې طالب او حکومت.
نوموړي وايي، دوی ناچاره دي، چې خپلې مېنې پرېږدي او یوازې ځانونه خوندي سیمو ته ورسوي.
حکومتي چارواکي هم تاییدوي، چې تر دې دمه له زرو ډېرې کورنۍ د کوز او پاس پچیر له سیمو د ننګرهار ښار ته ورکډه شوي.
د پچیراګام ولسوال میرباز خان سلام وطندار سره د خبرو پر مهال وویل، د جګړې له سیمې ټولې کورنۍ کډه شوي دي.
ولسوال وايي، لوړ پوړو چارواکو ورسره ژمنه کړې، چې د کډوالو سره د مرستو کولو له پاره تیاری نیسي.
بل پلو د ننګرهار د کډوالو چارو رییس غلام حیدر فقیرزي سلام وطندار ته وویل، له پچیراګامه د بې ځایه شویو کورنیو سروې لا هم روانه ده او تر اوسه دوی ۸ سوه کورنۍ ثبت کړي دي.
هغه وايي، دغو کسانو سره یې نن د مرستو لړۍ پیل کړې ده.
غلام حیدر فقیرزي وویل، دغه مرستې دوه بهرنۍ موسېسې کوي، چې ځینو کورنیو ته ۱۴ زره افغانۍ او ځینو نورو ته د دغو پیسو معادل خوراکي توکي ورکوي.
بل پلو د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، چې له کډوالو سره یې د مرستو لړۍ پیل کړې او دغه چاره به دوام وکړي.
په ننګرهار کې د کډوالو ستونزې په داسې حال کې بیا راپوته کېږي، چې پچیراګام کې د تېرې یوې اونۍ راهیسې د داعش ډلې ، پاڅونوالو او حکومتي ځواکونو تر منځ جګړې روانې دي، چې تر اوسه پکې یو شمېر ملکي وګړو ته د مرګ، ژوبلې اوښتو تر څنګ د هغوی ګڼ شمېر کورنه هم داعش ډلې سوځولي دي.
د حکومتي سرچینو په حواله ، تر دې دمه دغو جګړو کې تر سلو پورې داعش وسله وال هم وژل شوي دي، او همدا راز تر ۴۵ پورې ملکي وګړي او پاڅونوال د داعش له لوري یرغمل شوي هم دي.