
د هلمند ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وايي، چې په یاد ولایت کې وسله والو طالبانو د ټولو تړلو ښوونځيو ښوونکو له مديرانو غوښتنه کړې، چې د زده کوونکو له پاره ښوونځي بېرته پرانيزي.
په دغه ولایت کې د پوهنې رییس عبدالمتین جعفر سلام وطندار ته ویلي، چې په دې وروستيو جګړو کې د دې ولایت شاوخوا ۵۱ ښوونځي د زده کوونکو پرمخ و تړل شوې.
د لاس ته راغلو شمېرو له مخې په دغو ښوونځيو ۳۰ زره زده کوونکي زده کړې کولې.
د جعفر په خبره وسله والو طالبانو د دې ولایت باباجي، نادعلي چاه انجیر او مارجې په ولسواليو کې ښوونکو ته ویلي، چې ښوونځيو ته به ځي او ماشومان به د زده کړو له پاره هڅوي.
د هغه په وینا، له تېرې ورځې راهیسې شاوخوا ۲۰ تړلو ښوونځيو دروازې د زده کوونکو پر مخ خلاصې شوې دي.

وسله والو طالبانو له هغه وروسته په هلمند کې د تړلو ښوونځيو د بیا خلاصېدو غوښتنه وکړه، چې څو ورځې وړاندې د وسله والو طالبانو مشر ملااختر منصور په يو غږيز پېغام کې پر خپلو جنګياليو امر کړی وو، چې "عامالمنفعه" ځايونه مه ورانوئ، بلکې په جوړېدو کې يې مرسته وکړئ.
د هلمند د پوهنې رییس عبدالمتین جعفري وايي، چې په شمالي ولسواليو کې به هم تړلي ښوونځي ډېر ژر خلاصې شي.
د راپورونو پر بنسټ اوسمهال په یادو سيمو کې وسله وال طالبان کور په کور ګرځي او د ښوونځيو توکي راټولوي.
همدارنګه وسله والو طالبانو ژمنه کړې، چې د دغو ولسواليو د پوهنې ټولې ستونزې به هم حل کړي.

وسله والو طالبانو له خلکو غوښتي، چې چور شوي کتابونه بېرته د پوهنې ریاست ته وسپاري.
طالبانو په شمالي ولسواليو کې د پوهنې ریاست کارکوونکو ته خبرداری ورکړی دندو ته د نه حاضرېدو په صورت کې به ګوښه شي.
د وسله والو طالبانو د نظامي کمېسيون یوه غړي مولوي حضرت محمد سلام وطندار سره د ټېلفون پر کرښه د تړل شويو ښوونځيو د بیا خلاصېدو خبر تايدوي.
هغه زیاته کړه، چې کلينيکونه، پلچکونه، لويې لارې او ښوونځي به له دې وروسته خلاصې وي.
پټه دې پاتې نه وي، چې دا په هلمند کې لومړی ځل دی، چې د وسله والو طالبانو له لوري د افغانستان د پوهنې برخې ته پاملرنه کيږي.
هېره دې نه وي، چې شاوخوا ۱۵۵ ښوونځي له تېرو، څو کلونو راهیسې په دې ولایت کې د زده کوونکو پر مخ تړلي پاتې دي.





