له پاکستانه راستانه شوي ۶۰ سلنه کډوال ننګرهار کې مېشت دي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت چارواکي وايي، د روان میلادي کال له پیل تر اوسه له یو میلیون زیات کډوال افغانستان ته راستانه شوي، چې ډېره برخه یې په ننګرهار ولایت کې استوګن دي.

د دې وزارت مالي او اداري مرستیال احمدولي حکیمي نن په ننګرهار کې د کډوالۍ نړیوالې ورځې د نمانځغونډې په ترڅ کې وویل، چې راستانه شویو کډوالو زیاته برخه له پاکستان څخه راغلي دي.

د ډېسمبر اتلسمه نېټه په نړۍ کې د کډوالۍ ورځې سره برابره ده، چې دغه ورځ نن د ټول هېواد په کچه ننګرهار ولایت کې ونمانځل شوه.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت دغه مرستیال وايي، ننګرهار کې یې د دغو کډوالو له پاره دوه ښارګوټي په پلان کې نیولي، چې په یو یې کار پیل شوی او ۳۰ زره کورنۍ به په کې ځای پر ځای کړي.

د ۳۰ زرو کورنیو دغه ښارګوټی د بهسودو ولسوالۍ اړوند قاسم اباد سیمه کې دی.

نوموړي وویل، په لغمان کې یې هم یو ښارګوټی څو ورځې وړاندې پرانستی، چې دولس زره کورنیو ته په کې د استوګنې نومرو وېشلو لړۍ پیل شوې ده.

هغه وویل، پخوا به د راجستر شویو کورنیو هر غړي ته له ۳ سوو تر څلورو سوو امریکايي ډالر ورکول کېدل، چې غیر راجستر شوي کډوال به له دغو مرستو بې برخې پاتې کېدل او همدا راز به د کډوالو نړیوال سازمان یا IOM له لوري ۳۰ سلنه کډوالو سره د یوه اندازه خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کېدله.

په همدې حال کې غونډې ته په افغانستان کې د کډوالو د نړیوال سازمان یا IOM  د حکومتي او عامه اړیکو مشر نصیر احمد حیدرزي وویل، افغانستان ته په روان زېږدیز کال کې د یو میلیون راستنو شویو کډوالو له ډلې له ۶۰۰ او ۶۰ زرو ډېرو راستانه شوي کډوالو اسناد نه لرل.

حیدرزي وویل، د کډوالۍ نړیوال سازمان په تورخم کې راستنېدونکو هغه کورنیو ته چې د کډوالۍ قانوني اسناد نه لري، د خوراکي او غیر خوراکي توکو له مرستې سربېره لنډ مهالی میشت ځای هم برابروي، څو په بیدیاو کې شپې ونه کړي او دغه راز د کورنۍ هر یو غړي ته له ۳۰۰ تر ۴۰۰ امریکايي ډالر ورکوي.

په دغه غونډه کې د ننګرهار ولایت چارواکو او ولایتي شورا غړو له ملګرو ملتونو او کډوالو وزارت څخه غوښتنه وکړه، چې د کډوالو له پاره دې د نورو ښارګوټو د جوړولو په برخه کې لا ډېر کار وکړي.

په افغانستان کې دغه ورځ داسې مهال نمانځل کېږي، چې لا هم له دې هېواده اروپايي او نورو شتمنو ملکونو ته په غیر قانوني ډول د افغانانو د تګ لړۍ روانه ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام