د افغان حکومت او د خصوصي سکتور چارواکیو کابل کې د حامد کرزي نړۍوال هوايي ډګر کې روسیې، چین، اروپايي ټولنې او د هند له ټولو ښارونو سره د افغانستان د هوايي دهلیزونو پرانیسته وکړه.
د هوايي دهلیزونو له پرانیستل کېدو وروسته، د افغانستان د کورنیو تولیداتو لومړنۍ جوپه نن سهار اروپايي او اسیايي هېوادونو ته صارده شوه.
د سوداګرۍ او صنعت وزارت اداري او مالي معین اجمل حمید عبدالرحیمزی وايي، د هوايي دهلیزونو په پرانیستل کېدو سره افغان حکومت او کورني پانګوال خپلو سوداګریزو موخو ته رسېدلی شي.
د ښاغلي عبدالرحیمزي په وینا، حکومت د خصوصي سکتور پیاوړي کولو هڅه کوي چې د خصوصي سکتور پرمختګ به د هېواد د اقتصادي نظام او په ټوله کې د افغان ښاریانو ژوند کې د مثبت بدلون راتلو لامل شي.
ښاغلی عبدالرحیمزی زیاتوي، تېر کال ته په پام سږ کال د افغانستان صادرات ۳۲ سلنه زیات شويدي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی د خصوصي سکتور ملاتړ په برخه کې د افغان حکومت له جدي ګامونو هرکلی کوي او وايي، د حکومت دغه ګام به د سیمې او نړۍ هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې غښتلې کړي.
د ښاغلي الکوزي په وینا، د هوايي دهلیزونو په رامنځته کېدو سره به له ۳۰ کلونو وروسته د لومړي ځل لهپاره د افغانستان قرهقل اروپايي بازارونو ته لاره پیدا کړي.
ښاغلی الکوزی زیاتوي، هوايي ډهلیز د سوداګرو د هڅولو او نړۍ کې د افغانستان د تولیداتو پېژندل کېدو لامل شویدی.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولانو په وینا، تېرو پنځلسو میاشتو کې چې د افغانستان هوايي دهلیزونه فعاله شوي، د ۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د سوداګرو ۳ زره او ۲۰۰ ټنه توکي د هوايي دهلیزونو له لارې بهر ته صادر شويدي.