۱۶ پېژندل شويو نوماند وزيرانو نن شنبه ( ۲۰۱۵ م زېږدیز/ اپرېل ۱۸) د ولسي جرګې له غړو څخه د باور رايې تر لاسه کړې.
د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهيمي وویل، چې د افغانستان له دفاع وزارت پرته نوره ټوله کابينه بشپړه شوه.
په دغو معرفي شويو نوماند وزيرانو کې
عبدالستار مراد د ۱۵۲ مثبتو رایو په تر لاسه کولو سره د اقتصاد د وزیر په توګه وټاکل شو.
همدارنګه عبدالرزاق وحیدي د ۱۵۲ مثبتو رایو په تر لاسه کولو سره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، محمد ګلاب منګل د ۱۸۸ مثبتو رایو په تر لاسه کولو سره د سرحدونو چارو د وزیر په توګه وټاکل شو.
په دغو معرفي شويو نوماند وزيرانو کې، علي احمد عثماني ۱۶۸ رایو ترلاسه کولو سره د اوبو او انرژۍ وزیر، عبدالبصیر انور د ۱۳۸مثبتو باور رایو په تر لاسه کولو سره د عدلیې وزیر، محمد الله بتاش د ۱۷۶ مثبتو رایو په تر لاسه کولو سره د ټرانسپورت وزیر، سلامت عظیمي د ۱۵۵ مثبتو رایو په تر لاسه کولو سره د مخدره موادو پر ضد د وزیرې په توګه ، محمود بلیغ د ۱۶۸ مثبتو رایو په تر لاسه کولو سره د فوايدعامې د وزیر په توګه د ولسي جرګې له غړو د تایید رايې ترلاسه کړې.
اخوا دلبر نظري د ۱۳۱ باور رایو په تر لاسه کولو سره د ښځو چارو د وزیرې په توګه، میرمن نسرین اوریاخېل د ۱۶۹ مثبتو رایو په تر لاسه کولو سره د کار او ټولنیزو چارو د وزیرې په توګه وټاکل شوه .
سید سادات منصور نادري د ۲۰۲ مثبتو رایو په تر لاسه کولو سره د ښاري پراختیا د وزیر، عبدالباري جهاني د ۱۲۰ مثبتو رایو په تر لاسه کولو سره د اطلاعاتو او کلتور وزیر، همایون رسا د ۱۷۰ مثبتو رایو په تر لاسه کولو سره د سوداګرۍ او صنایعو وزیر، اسدالله ضمیر د ۱۹۲ مثبتو رایو په تر لاسه کولو سره د کرنې او مالدارۍ وزیر، ډاکټره فریده مومند د ۱۸۴ مثبتو رایو په تر لاسه کولو سره د لوړو زده کړو د وزیرې په توګه او همدارنګه اسدالله حنیف بلخي د ۱۶۱ مثبتو رایو په تر لاسه کولو سره د پوهنې د وزیر په توګه د ولسي جرګې له غړو د اعتماد رايې ترلاسه کړې.
د ولسي جرګې نصاب له ۲۰۰ پورته وو او هر نوماند باید د برياليتوب له پاره ۱۲۰ د اعتماد رايې اخیستې وای.
ياده دې وي، چې د نوي حکومت له جوړېدو وروسته په افغانستان کې تر ټولو اړينه موضوع د کابينې بشپړېدل په ګوته شوي و او له دفاع وزیر پرته د افغانستان د اوسني کابيني بشپړېدل په هېواد کې د لويې سياسي خلا له منځه وړلو په معنی وه، چې نن شنبه د اپرېل په ۱۸ مه د ولسي جرګې د غړو له خوا دغې معضلې ته د پای ټکی کېښودل شو.