د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولانو نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، له خصوصي سکټور سره د حکومت چلن ناسم او ناعادلانه دی.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي، په دولتي ادارو کې فساد خپل اوج ته رسېدلی دی.
د نوموړي په وینا، د سوداګرو پر توکیو د ګمرکي تعرفو لوړوالي له کبله د لومړنیو توکیو بیې لوړې شوې دي.
خو د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وايي، حکومت خصوصي سکټور ته د دوښمن په سترګه نه ګوري، بلکې هڅه کوي چې د دغه سکټور د ټولو پانګهوالو لپاره په هېواد کې ټولې اسانتیاوې برابرې کړي.
د نوموړي په وینا، د روان کال په لومړۍ ربع کې د خوراکي توکیو په ګمرکي تعرفو کې هېڅ ډول زیاتوالی نهدی راغلی.