له پلسوخته تېرېدمه یو سړي مې د څنګ بکسه رانه کش کړه. ورمخ مې کړه یو تورنګی ډنګر ظاهرا نشهيي ښکاریده مخې ته یې کېښودل شویو توکیو ته اشاره کوله. ګورم مخې ته یې ګوتې، قابونه، ګیلاسونه او درې جوړه بوټونه پراته وو. په خبره یې ورسره اېښې ګوټه اصلي فېروزه ده او ۱۰۰ افغانۍ یې پلوري، ټینګار درلود چې ګوته ځان یا بل کوم یو ته ډالۍ واخلم.
ومې لیدل مخې ته یې ښایسته بوټ اېښي وو. ترې ومې پوښتل جوړه په څو ده د بیې پرځای یې سم لاسه وویل د نارینهوو دي؛ که پېرېدونکې یې بیا فېروزه ګوته واخله. ټینګار مې وکړه د بوټونو بیه وکړي او یو ته ډالۍ واخلم. له لږ جاروجنجال وروسته یې کړه په ۷۰ افغانۍ دي. راته حیرانووکې وه، ولې دومره ښه بوټ په خورا ارزانه پلوري.
ترې تېره شوم. پرېکړه مې وکړه د موضوع لا روښانولو لهپاره باید له یوکراچۍوالا یا هم له یو هټۍواله وپوښتم په همدې خبرې پسې د کابل ښار چوک سیمې ته راغلم چېرې چې زرګونه جوړې د نارینهوو، ښځینهوو او ماشومانو لیلامي بوټونه په ارزانه بیه پلورل کېږي.
له ځانه سره مې فکر وکړ که دغه بوټه په هټیو کې وي لږ تر لږه له ۳۰۰ تر ۵۰۰ افغانیو بیه لري. خو په چوک کې د سړک پرسر دغه بوټ په ۱۰۰ او ۲۰۰ افغانیو لیلام شوي دي ان کله یې په ۵۰ افغانیو هم پلوري.
یو سپینږیری چې پېرېدونکی راته ښکارېده، ترې ومې وپوښتل پوهېږي دغه بوټ له کوم ځایه راغلي، ویل یې نه، مهمه نه ده له کومه یې راوړلي دي؛ مهمه دا ده چې د بېوزلو او ناوسو لهپاره په زښته مناسبه بیه دي.
هڅه مې وکړه، د دغو بوټونو پلورونکي نظر هم واخلم، ویې نه غوښتل غږ یې ثبت شي ویل یې دا ټول د غلا مالونه دي او که یې غږ ثبت شي کاري زیانمیږي.
بلاخره خبرې مو ورسره وغځېدې له کاروباره یې ډېرې کیسې لرلې. دا چې د غلا له مالونو خپله اړه چلوي ناخوښه و. په وینا یې بله چاره نه لري. ویل یې مخکې یې هټۍ درلوده دا چې د هټۍ کرایه یې نه شوای پوره کولی له امله یې دغه کاروبار ته مخه کړه. هغه وویل، د ورځۍ لسګونه کسان ښايي نښهیان وي ده ته دغه بوټونه راوړي او ترې اخلي یې.
دا چې راپور بشپړ کړم نوموړي وویل، د لیلام پلورونکیو هټۍوالو سره خبرې اترې وکړم. په همدې موخه د کوټې سنګي لیلام پلورنکیو ته ورغلمه.
د کوټې سنګي یو هټۍوال وليالله جان وايي، د ورځې څو جوړې بوټونه هټۍ ته راوړل کېږي خو هټۍوال دغه بوټونه ترې نه اخلي. خو ځېنې کراچۍوالا او ځېنې نور یې اخلي.
د حسین احمدي په نوم یوبل هټۍوال د وليالله د خبرو په تایید وویل، د شریعت له اړخه د غلا مال حرام دی او خلک په دې باید وپوهېږي. په خبره یې نشهيان ځنې وخت له هټۍیو هم غلاوې کوي.
په ختیځو ځانګړې ټوګه اسلامي ټولنو کې دود ده چې سپېڅلو او پاکو ځایونو ته د ورننوتو پرمهال د درناوي په موخه خپل بوټونه وباسو. ځېنې وختونه د بوټانو وېستل سړي ته سرخوږی جوړوي او دغه ستونزه یې هغه مهال لا زوروي چې بوټان یې ګران بیه وي.
زیاترو هېوادوالو ته لږ تر لږه یوځل تجربه شوې چې بوټونه یې ترې پټ کړي دي.
د محمد په نوم د کابل یو استوګن وايي، دوه ځلې یې بوټه غلا شوي یو ځل په یو ښوونیز مرکز او بل ځل د کارتي سخي زیارت کې ترې غلا شوي دي. دی وايي، یوازې نه و، بلکې د ملګرو بوټونه یې هم غلا شوي وو.
وايي، که غواړئ غلا شوي بوټونه مو بېرته پیداکړئ یوځل هرومرو د پلسوخته او چوک سیمو کې پر سړک د بوټونو لیلام برخې ته ورشئ.
صدیقه بله هغه مېرمن ده کیسه کا، د کور له انګړه یې بوټه غلا شوي دي. نوموړې وايي، ژمی و د وچېدو لهپاره یې د لمړ وړانګې ته بوټونه ایښي وو؛ خو شېبې وروسته ورغله بوټ یې غلا شوي وو.
د بوټونو غلا دومره زیاته شوې چې له کبله یې زیاتره خلک پلاستیکي کڅوړې ګرځوي چې لازمو ځایونو کې د خپلو بوټونو خوندي ساتلو لهپاره یې وکاروي.
په هېواد کې په ځانګړې توګه حکومتي ادارو کې لویې غلاوې او فساد لامل شوی، چې هم خلک او هم حکومتي مامورین د بوټانو غلا کولو په څېر وړو غلاوو ته جدي پام ونه کړي او د دغو وړو غلاوو بازار دغسې ګرم پاتې شي.