د لوګر سلګونو اوسېدونکیو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، ځوانانو او د مدني ټولنې غړیو نن د یوې غونډې پر مهال له وسلهوالو طالبانو وغوښتل چې ژر تر ژره له افغان حکومت سره سوله او دایمي اوربند وکړي.
د دوی په وینا، د پيل شوي اورکم پر مهال تر اوسه د تاوتریخوالي کومه داسې پېښه نه ده شوې چې چاته پهکې زیان اوښتی وي او په وینا یې، ټول ولس په ارامه خپل ژوند کوي.
د لوګر یو قومي مشر عبدالرحمان توکلي وايي، دوی سوله، امنیت او جمهوریت غواړي او د ولسمشري ټاکنو د پایلو ملاتړ کوي. نوموړي د جګړې له ښکېلو لوریو وغوښتل چې دایمي اوربند او سوله وکړي.
د لوګر د مرکز پلعلم یو بل قومي مشر شمسالرحمان وویل، افغانان له جګړو ستړي شوي او اړتیا ده چې ژر تر ژره په هېواد کې د جګړې ښکېلې ډلې اوربند او سوله وکړي.
نوموړی وایي، د طالبانو په جګړه کې ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي او له همدې امله د لوګر ولایت اوسېدونکي په یوه غږ د سولې او اوربند ملاتړ او غوښتنه کوي.
په ورته مهال د لوګر ولایت د ځوانانو په استازولي لطفالله ستانکزی وايي، د نننۍ غونډې موخه له سولې او اورکم نه ملاتړ دی او د دغه ولایت ځوانان له وسلهوالو طالبانو غواړي چې په راتلونکي نظام کې برخه واخلي.
نوموړی زیاتوي، د ټاکنو کمېسیون له لوري د ټاکنو پایلې د ډېری افغانانو لهخوا منل شوي او هغه ټاکنیزې ډلې چې د ټاکنو وروستۍ پایلې نه مني، قانون ته دې مراجعه وکړي.
د افغان حکومت او وسلهوالو طالبانو تر منځ د تاوتریخوالي راکمولو اوونۍ نن شپږمه ورځ ده. که څه هم له ځینو ولایتونو د جګړو راپورونه ورکړل شوي، خو په ټوله کې تر اوسه د هېواد په کچه د لویو امنیتي پېښو راپور نه دی ورکړل شوی او که د اوونۍ تر پایه همداسې دوام وکړي، د امریکا او طالبانو تر منځ به د سولې هوکړهلیک لاسلیک شي.