له شاوخوا ۳ اوونیو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې په بېساري ډول ترینګلې شوي او پاکستان له افغانستان سره خپلې لارې بندې کړې دي.
د تورخم او چمن دروازې هغه مهال بندې شوې، چې د پاکستان سند ایالت په لال (لعل) شهباز قلندر زیارت خونړی برید وشو او له امله يې زیاتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښتله.
تېره ورځ له ماسپښین وروسته پاکستاني حکومت اعلان وکړ، چې له افغانستان سره به د دوو ورځو لهپاره تړلې دروازې پرانیزي، چې له امله یې د پولې دواړو غاړو ته زرګونه خلک پاکستان او افغانستان د راتګ له پاره راغلي؛ خو پاکستانی حکومت افغانستان ته یوازې هغه مسافر راپرېږدي، چې ویزه او پاسپورت ولري او نور هېچا ته د را اوښتو اجازه نه ورکول کېږي.
له بل لوري د افغانستان لهخوا هم هغه څوک ورتللی شي، چې پخوا بند پاتې و او پاکستاني "شناختکارډ" ولري.
تورخم کې افغان لوري ته هم زرګونه خلک په دې تمه ورغلي وو، چې ګوندې پاکستان ته به ور واوړي؛ خو دروازه لا هماغسې تړلې پاتې ده.
له پاکستانه راتلونکي افغان مسافر وايي، پاکستاني پولیس له هغو راتلونکو مسافرو پیسې اخلي، چې پاسپورت او ویزې هم لري.
دوی وايي، که کوم مسافر پاکستانیو پولیسو ته پیسې ورنه کړي، نو هغوی یې په بېلابېلو پلمو ډېر تنګوي.
له پاکستانه راغلی مسافر کریمخان وايي، چې د پاسپورټ او قانوني ویزې سره ـ سره د پاکستاني پولیسو لهخوا بندي شوی دی.
"د غزني د ګیرو ولسوالۍ یم، سیالکوټ کې مې کار کاوه، په پاسپورټ تللی وم، ویزه هم پرې لګېدلې وه، بندي یې کړم، هلته مې۱۵ شپې وکړې، له هغې وروسته یې رانه ۱۵ زره روپۍ واخستې او راپرې یې ښودم".
د عبدالرشید په نوم یو بل تن وايي، چې د ځينو مړي پاتې دي او افغانستان ته د ښخولو لهپاره نه پرېښودل کيږي، ترڅو چې پاکستاني پولیسو ته ۲۵ زره پاکستاني کلدارې ورکړي، نو بیا به يې د انتقال اجازه ورکړل شي.
له هغه ځایه راتلونکي افغان مسافر وايي، پاکستاني حکومت هره ورځ د افغان مهاجرو پر کورونو ورننوتل، خلک به یې له کورونو وړل او زنداني کول به یې.
د دغو کسانو له ډلې ډېرو یې په جوماتونو کې هم شپې کړي دي.
پاکستان ته تلونکي دغه خلک هغه هېواد کې د افغان مهاجرو پر بد حالت له افغان ولسمشر خواشیني ښکاري.
دوی وايي، چې د پولیسو لهخوا په بېعزتۍ او بېشرمۍ سره هلته وهل کېږي او د پوښتنې څوک يې نشته.
په دغو کسانو کې ډېری ناروغان، مېرمنې، سپینږیري او ماشومان هم شامل دي، چې پاکستان ته د تلو په نیت له کورونو وتلي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم د پاکستاني حکومت له دغې چارې ناخوښه ښکاري، چې یوازې د هغه افغان مسافرو پر مخ یې دروازه پرانستې، چې پاکستان ته په قانوني ډول تللي او هلته بند پاتې وو.
د دغه وزارت مرستیال ویاند خیرالله ازاد وايي، هغه راپورونه چې موږ ته پاکستان کې د افغانستان له سفارته راکړل شوي، پاکستان تراوسه د دغه مشکل د حل لهپاره اساسي لاره نهده غوره کړې.
نوموړی وايي، هڅه یې ده چې دغه ستونزه د ډیپلوماتیکولارو، چارو په اساسي ډول حل کړي.
د پاکستان پر لال شهباز قلندر زیارت وروسته دغه هېواد پر افغانستان د تورونو لګولو لړۍ تيزه کړې ده.
اسلاماباد تور پورې کوي، چې ترهګر د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه کوي او د دغه هېواد ثبات ته يې ضربه رسولې ده.
خو افغان حکومت تل دا تورونه په کلکه رد کړي او ویلي يې دي، په اسنادو سره دوی په اثبات رسولی شي، چې د افغانستان په ناامنیو او ترهګریزو بریدونو کې د پاکستان مستقیم لاس دی او اوس يې له خپلې لمنې اور اخیستی.