«له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل، سرغړونه ده»

په‌دې وروستیو کې له طالبانو سره د سولې خبرو اترو په اړه داسې راپورونه خپاره شول چې ګواکې امریکا له طالبانو سره منلې چې افغانستان به پرېږدي.

خو د چارو شنونکي وايي، که امریکا په ناڅاپي توګه له افغانستانه ووځي، افغانان به له یوه بل ناورین سره مخ کړي.

د حقوقي او سیاسي چارو شنونکی سبحان مصباح وايي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ناڅاپي وتل، نه یوازې د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون خلاف عمل دی، بلکې د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو برخه کې د امریکا له موخو سره هم په ټکر کې دی.

د نوموړي په ونیا، یاد امنیتي تړون د لسو کلونو لپاره لاسلیک شوی او ترې د وتلو شرایط هم دا دي چې هر هېواد باید تر وتلو دوه کاله مخکې بل هغه ته په لیکلې بڼه خبر ورکړي، خو که امریکا اوس یو ناڅاپه اقدام کوي، په اصل  کې له ټولو اصولو سرغړونه کوي.

په همدې حال کې د سیاسي چارو شنونکی فیض‌محمد ځلاند هم وايي، که امریکا له افغانستانه د وتلو په اړه دوه کاله وړاندې افغان حکومت ته خبر ور نه‌کړي، بدې پایلې لرلی شي او کېدای شي کورنیو جګړو ته لار هواره کړي.

د نوموړي په وینا، لوموړی باید د دولت له وسله‌والو مخالفانو سره جوړجاړی وشي او وروسته دې امریکا له افغانستانه ووځي.

ځلاند زیاتوي، د کابل او واشنګټن ترمنځ د شوي تړون په اړه هېڅ ضمانت نه‌شته او افغان حکومت هم په هغه حد کې نه‌دی چې د امریکا پر وړاندې دې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې عریضه وکړي او له یاد تړون نه د امریکا د سرغړونې په اړه دریځ ونیسي.

امریکا د خپلو دایمي اډو له‌پاره د طالبانو د قانع کولو هڅه کوي

ولسي جرګه: د افغانستان او امریکا ترمنځ لاسلیک شوی امنیتي تړون دې لغوه شي

تر هغو چې اړتیا وي؛ امریکا او ناټو به د افغانستان ترڅنګ ولاړ وي

د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون د ملي یووالي حکومت د جوړېدو په لومړۍ ورځ د افغان او امریکايي لوري ترمنځ لاسلیک شو چې په دغه تړون کې د نورو مواردو ترڅنګ، د افغانستان په یو شمېر سیمو کې امریکا ته د اتو پوځي اډو جوړېدو هوکړه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په‌دې وروستیو کې د سولې خبرو په پراخېدو سره داسې راپورونه هم خپاره شوي چې ګواکې امریکایان به د ۱۸ میاشتو په اوږدو کې د پلان له مخې له افغانستانه خپل سرتېري وباسي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام