له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو مهال‌وېش نه‌دی جوړ شوی

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، تراوسه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه هېڅ مهال‌وېش نه‌دی جوړ شوی.

نوموړي پر خپلې ټويټرپاڼې لیکلي، په دې وروستیو کې یو شمېر طالب چارواکیو ویلي چې امریکایانو ورسره له افغانستانه د خپلو ځواکونو د اېستلو په اړه هوکړه کړې؛ «د وضاحت لپاره، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه هېڅ مهال‌وېش نشته».

په مسکو کې د طالبانو د مرکچي پلاوي یوه غړي عبدالسلام حنفي تېره ورځ وویل، امریکایانو ورسره دا هوکړه کړې چې په فبروري او اپرېل میاشتو کې به خپل نیمايي ځواکونه له افغانستانه باسي.

مسکو په تېرو دوو ورځو کې د طالباب استازیو او یو شمېر افغان سیاستوالو د ګډې غونډې کوربه و. دا غونډه د یوه پرېکړه‌لیک په خپرولو سره پای ته ورسېده. په یاد پرېکړه‌لیک کې هوکړه شوې په افغانستان کې د سولې تامین لپاره باید بهرني ځواکونه په بشپړه توګه له افغانستانه ووځي.

افغان حکومت دې غونډې ته خپل استازی نه و ورلېږلی او د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه‌حسین مرتضوي دا غونډه د «اتمر ډلې او طالبانو» ترمنځ بللې ده.

په ځېنو ولایتونو کې مسکو غونډې په غبرګون لاریونونه

د مسکو په غونډه کې څه تېر شول؟

د مسکو غونډه؛ ټول بهرني ځواکونه دې ووځي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام