لندن کې د افغانستان او «اېم سي سي» کرکټ لوبه لغوه شوه

د دواړو لوبډلو ترمنځ هغه سیالي چې د افغانستان په شمول ورته په ټوله نړۍ کې افغانانو شپې او ورځې شمېرلې وې، د توقع خلاف د موسم له خرابوالي سره لغوه او پای ته ورسېده.

دغه نمایشي ۵۰ اوریزه کرکټ سیالي د انګلستان په پلازمېنې لندن تاریخي (لارډز) لوبغالي کې وشوه، چې ۳ ځلې د باران له کبله وځنډېده او اخر هم له ټاکلي وخت پای ته رسېدو سره لوبه لغوه اعلان شوه.

دا ۵۰ اوریزه لوبه له دويم ځلي باران وروسته ۴۰ اورونو ته راښکته شوه، چې کوربه لوبډلې په‌کې د کرکټ نړۍ د مشهورو لوبغاړيو په موجودیت کې لومړۍ لوبه کړه.

اېم سي سي لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کولو سره د شاپور ځدران د ښې توپ‌اچونې له کبله په ۱۷ منډو کې د نیوزیلینډ پخوانی او د یادې لوبډلې لوبډلمشر «برینډن مکولم» او بیا پاکستانی پخوانی ټېسټ لوبډلمشر مصباح‌الحق له لاسه ورکړ؛ خو وروستیو لوبغاړیو ښه لوبه وکړه.

کوربه کرکټ کلب د «سیم هینز» او «سمیت پټیل» د نیمه سلیزو په واسطه د افغانستان پر خلاف هدف ۲۱۸ ته لوړ کړ، چې ویسټ انډيزي «شینوراین چندرپال» د دولت ځدران په بال ټپي او له لوبې ووت.

د افغانستان له‌پاره په توپ‌اچونه کې ۶ توپ‌اچوونکیو توپ‌اچونه وکړه، چې شاپور ځدران ۳، ګلبدین نایب ۲ او راشدخان ارمان د یوې وېکې په اخیستلو بریالي شول؛ خو نبي عیسی‌خېل، دولت ځدران او سمیع‌الله شینواري وېکټې ترلاسه نه‌کړی شوې.

د باران او اورونو کمېدو له کبله افغانستان ته د ۲۱۸ منډو هدف ۲۲۷ منډو ته لوړ شو.

افغان لوبډلې د ۱۱ منډو جوړولو وروسته نورعلي ځدران له لاسه ورکړ؛ خو په ۵ اورونو کې یې د یو لوبغاړي نورعلي ځدران چې د رش ورت له‌خوا بولډ شو، چې په سوځېدلو د ۳۱ منډو په جوړولو سره ښه پیل درلود؛ خو لوبه د درېیم او وروستي ځل له‌پاره باراان ودروله او اخر هم بی پایلې اعلان شوه.

د دې لوبې نندارې ته څه باندې ۳ زرو نندارچیان راغلي وو، چې زیاتره یې افغانان وو، چې د لوبې ترڅنګ یې د بنرونو په خورلو سره د بندیز سره مخ افغان تکړه لوبغاړي شهزاد محمدي د بندیز کمولو یا بېخي بښولو له‌پاره کرکټ نړیوالې شورا ته خپل غږ رسولو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام