لس کلنه ناوې: د ورځې سوالګره او د شپې جنسي غلامه یم

فریبا هغه ۱۰ کلنه ماشومه ده، چې د خپل پلار د پور په بدل کې یو ۲۵ کلن سړي ته په نکاح شوې ده.
د نکاح پر مهال په نکاح پاڼه کې د فریبا له مېړه سره داسې قرارداد شوی و، چې تر ۴ کلونو پورې به له دغې نجلۍ سره غرض نه لري؛ خو کله چې په نکاح کېږي؛ نو مېړه يې په نکاح پاڼه کې د عرفي قرارداد شرطونه په پام کې نه نیسي او له دغې نجلۍ سره جنسي اړیکه ټینګوي.

فریبا سلام وطندار ته وویل: "کورنۍ مې د ورځې سوال کولو ته مجبورولم او د شپې له خوا د خپل مېړه د هوس او ارمان پوره کولو وسیله ګرځېدم."

د دې پر وینا، له واده نه يې یوه میاشت لا نه وه تېره شوې، چې مېړه يې له دې سره د يوځای کېدو له پاره له ملایانو جوازلیک سره د شپې ناوخته په وارخطايې د دې کوټې ته ننوت.

دغې وړې نجلۍ، چې دې ناجایزې جنسي اړیکې يې پر روحي او رواني حالت منفي اغېز کړی و د خپلو خبرو پر دوام سلام وطندار ته زیاته کړه: "کله چې زما کوټې نه ننوت؛ نو لاس کې یې یو کاغذ و. وروسته پوهه شوم، چې دغه کاغذ د ملایانو هغه جواز و، چې ما سره پرې جنسي اړيکه ونیسي."

هغه جوازپاڼه، چې مېړه یې پرې له دې سره تماس ونیسي، د سلام وطندار لاس راغلې ده.

د فریبا پر وینا، له پنځوو میاشتو راهیسې پرې هره شپه یو ځل تجاوز کېدلو.

دغې نجلۍ چې به له سلام وطندار سره په خبرو کې هر ځل د جنسي اړیکې نوم اخیست؛ نو اندامونه به يې رپېدل.

د مسوولانو پر وینا، دا څوم ځل دی، چې فریبا د جنسي اړيکو د خراب تاثیر له امله په روغتون کې بسترېږي.

فریبا وايي، د شپې له خوا پرې مېړه تجاوز کولو او د ورځې له خوا د سوال کولو پر مهال د ښاریانو له خوا ځورول کېدله.

هغې زیاته کړې، چې د شپې له خوا ترې د هوټلونو د  مېلمنو او دوکاندارانو له لوري په ځلونو – ځلونو د جنسي اړیکو غوښتنه شوې دي.

فریبا زیاتوي، چې دې زیاتره وخت به یې د خلکو پاتې شونې خواړه خوړل او له همدې لارې يې خپله ګېده مړوله.

د فریبا د خرڅېدو کیسه

د فریبا پلار ۱۲۰ زره افغانۍ د (نجیب مرغ فروش) په نوم سړي نه پوروړی و او هغه د خپل د پور د خلاصولو په موخه پلان ونيولو، چې ایران ته لاړ شي.

خو نجیب وړانديز وکړ، چې باید خپل لور ده ته په نکاح کړي او په دې سره به قرض خلاص کړي.

چرګ خرڅوونکی نجیب، لومړی خپل ۱۳ کلن ورور د فریبا له پاره وړانديز کوي، چې باید هغه ته يې په نکاح کړي او د فریبا پلار يې هم قبلوي، خو وروسته بیا همدغه نجیب نومی له فریبا سره نکاح کوي.

دغه چرګ خرڅوونکي سلام وطندار ته وویل، چې نجلۍ يې د پلار په رضایت اخیستی او دی په دغه قضیه کې هېڅ دخالت نه لري.

فریبا څنګه وژغورل شوه؟

د فریبا مور د هغې له واده ۶ میاشتې وروسته، دغه داستان په روغتون کې یوې نرسې ته بیان کړ.

دغې نرسې د فریبا مور ته لارښوونه وکړه، چې د خپلې لور د ژغورلو له پاره باید قانوني بنسټونو ته رجوع وکړي.

مور يې هم سملاسي د تخار ولایت د ښځو چارو ریاست ته ورځي او په پای کې په دې بریالۍ کېږي، چې خپله لور دې ځوروېدونکي حالته وژغوري.

اوسمهال فریبا د تخار ولایت په امن خونه کې اوسېږي، مدافع وکیل لري او قضیه يې روانه ده.

د تخار ولایت د ښځو چارو رییسه رزم ارا حواش له سلام وطندار سره د خبرو پر مهال له عدلي او قضايي ارګانونو غواړي، چې په دغه قضیه کې ښکېلو کسانو ته سزا ورکول شي.

د تخار د امنيې قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر وايي، چې په دې اړه تحقیقات پیل شوي او د عاملانو له نيولو وروسته به يې د لا زیاتو څېړنو له پاره څارنوالۍ ته ور وپېژني.

له بل لوري هغه ملا، چې دغه چرګ خرڅوونکي ته يې له نجلۍ سره د نکاح او نژدې والي جواز ورکړی، د یو لیک په لېږلو سره ویلي، چې دغه وړه نجلۍ د چرګ خرڅوونکي شرعي ښځه ده.

پټه دې پاتې نه وي، فریبا هغه مستعار نوم دی، چې د موضوع د حساسیت او ځېنو ملاحظاتو له امله سلام وطندار د دغې نجلۍ د اصلي نوم پر ځای غوره کړی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام