لاریونوال: حکومت او طالبان دې بین‌الافغاني خبرې پیل کړي

د لوګر ولایت د مرکز پل‌علم په ګدون د یو شمېر ولسوالیو لسګونو اوسېدونکو په یوه لاریون کې د حکومت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د سولې بین‌الافغاني خبرواترو د ژر پیل غوښتنه وکړه.

لاریونوالو وویل چې په هېواد کې روانه جګړه د هېچا په ګټه نه ده او ښکېل لوري دې ژرترژره دوامداره اوربند او سوله وکړي.

د دوی په وینا، د روانې جګړې تر ټولو ډېر زیان خلکو ته رسېږي او په‌کار ده چې نوره پای ته ورسېږي.

دوی پر دولت او وسله‌والو طالبانو غږ وکړ چې ژرترژره خپل بریدونه ودروي او د سولې بین‌الافغاني خبرې دې پیل کړي.

لارینوالو د سولې په پروسه کې د یو شمېر ګاونډیانو لاسوهنه هم وغندله او په وینا یې، د سیمې یو شمېر هېوادونه نه غواړي چې په افغانستان کې تلپاتې سوله او ثبات راشي.

د دغه لاریون یوې ګډونوالې ثنا محمدي وویل، که د حکومت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د سولې بین‌الافغاني خبرې پيل شي، په هېواد کې به روان تاوتریخوالی هم راکم شي.

د لوګر ولایت د مدني ټولنې غړي او د لاریون تنظموونکي عباس عاصي وویل، په هېواد کې روانه جګړه یوازې او یوازې افغان وژنه ده او ښکېل لوري نه شي کولای چې د جګړې له لارې خپلو موخو ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د حکومت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې پر سر را ولاړه شوې ستونزه هواره شوې او دواړه لوري وایي چې د دې پروسې تر پای ته رسېدو وروسته به د قطر په پلازمېنې دوحه کې بین‌الافغاني خبرې پيل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام