قانوني: د مقاومت مشران دې د سولې لپاره طرحه جوړه کړي

د پخواني ولسمشر د لومړي مرستیال محمدقسیم فهیم پنځم تلین په کابل کې ونمانځل شو.

یو شمېر سیاستوالو نن د پخواني ولسمشر حامد کرزي د لومړي مرستیال محمدقسیم فهیم د پنځم تلین په نمانځغونډه کې تر ډېره د سولې په اړه څرګندونې وکړې.

د پخواني ولسمشر مرستیال محمدیونس قانوني وړانديز وکړ چې د مقاومت حوزې مشران دې په ګډه یوه طرحه جوړه او په هغې کې دې د سولې لپاره خپلې سرې کرښې روښانه کړي.

د نوموړي په وینا، وسله‌وال طالبان تر ډېره د مقاومت حوزه خپله سیاله ګڼي او په‌کار ده چې یاده حوزه د افغان سولې لپاره داسې طرحه جوړه کړي چې زموږ سرې کرښې، اساسي قانون، تېرې لاسته‌راوړنې او ملي یووالی په‌کې خوندي، خو د تېرو تیاره وختونو مخنیوی په‌کې شوی وي.

په همدې حال کې پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف بیا پر تلپاتې سولې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې باید په یاده پروسه کې د هېواد ملي واکمني او ځمکنۍ بشپړتیا خوندي پاتې شي.

لاریونوال: بین‌الافغاني سوله او اوربند غواړو

خلیلزاد: تل‌پاتې او داسې سوله باید وشي چې ټول ارزښتونه په کې خوندي وی

افغان سوله؛ ښځې په‌کې سمه نیمه ونډه غواړي

د نوموړي په وینا، هغه سوله د افغانانو او هېواد په ګټه ده چې افغان دولت او ملت یې ورته د رسېدو لپاره له یوه دریځه کار وکړي.

بله‌خوا د سولې عالي شورا رییس محمدکریم خلیلي وویل، سوله د افغانانو غوښتنه ده او په‌کار ده چې له اوسني حساس وخت نه د وتلو لپاره د سولې له فرصت نه ګټه واخلو او په هېواد کې روان ناسم وضعیت پای ته ورسوو.

مارشال محمدقسیم فهیم پنځه کاله وړاندې د ور پېښې ناروغي له امله په کابل کې د ۵۶ کالو په عمر ومړ.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام