فیفا نن شپه ۱۰ بجې د فوټبال غوره لوبغاړی اعلانوي

ټاکل شوې ده، د فوټبال نړیوالې شورا (فیفا) له خوا نن شپه د (جنورۍ پر ۹مه) د افغانستان پر وخت ۱۰ بجې د ۲۰۱۶م کال غوره فوټبال لوبغاړی اعلان کړي.

د فیفا رسمي وېبپاڼي د معلوماتو له مخی، د نن شپې کلنیو جایزو کې به تر ټولو د کال غوره فوټبال لوبغاړي جایزه ارجنټایني لیونیل میسي، پرتګالي کریسټیانو رونالډو او یا هم فرانسوي انټوني ګریزمین وګټي.

وايي، چې د فوټبال نړیواله شورا به د جایزو په دې پروګرام کې د سویس په زیوریخ ښار کې ټولټال ۷ جایزې ډالۍ کړي.

د کال غوره فوټبال لوبغاړي ترڅنګ به غوره ښځینه لوبغاړې، غوره نارینه روزونکي، غوره ښځینه روزونکې، غوره ګول وهونکي، غوره اخلاق او غوره مینه وال ته هم جایزې ورکړل شي.

د کال غوره مینه وال له پاره رایه اچونه نن ماسپښین د افغانستان پر وخت ۱ نیمه بجه بنده شوه؛ خو د غوره ګول له پاره رایه اچونه به د جایزو د پروګرام پر مهال بنده شي.

دغه راز نن شپه به د جایزو په پروګرام کې د نړۍ د بېلابېلو مخکښو فوټبال لوبغاړیو له ډلې څخه چې د ۲۰۱۵ کال ډېسمبر له لومړۍ نېټې څخه یې د ۲۰۱۶ کال د نومبر تر ۲۸ مې نېټې ښې لوبې کړې وي؛ په نړیواله کچه د ۴۵ زره مسلکي فوټبال لوبغاړیو د رایو پر اساس د (فیفا) د ۱۱ کسیزې غورې لوبډلې په توګه اعلان شي.

د فوټبال نړیوالی شورا د معلوماتو له مخې، د ۲۰۱۶ کال غوره نارینه او ښځینه فوټبال لوبغاړیو او غوره نارینه وو او ښځینه روزونکیو ته په نړیواله کچه رایې ورکړل شوې دي.

د یادې شورا پر وینا، ۲۵ سلنه د فوټبال ملي لوبډلو کپټانانو، ۲۵ سلنه د فوټبال ملي لوبډلو روزونکیو، ۲۵ سلنه یو شمېر منتخبو خبریالانو او ۲۵ سلنه په نړیواله کچه د فوټبال مینه والو د خوښي لوبغاړیو او روزونکيو له پاره رایې کارولي دي.

فیفا زیاتوي، چې د نن شپې ګټونکیو له پاره د تېر۲۰۱۶ کال د نومبر میاشتې له ۴ مې نېټې نه د نومبر تر ۲۲ مې نېټې رایې کارولې دي.

له دې مخکې د فوټبال غوره لوبغاړي او نورې کلنې جایزې په ګډه د فوټبال نړیوالې شورا او فرانسې فوټبال ادارې له خوا ورکول کېدې؛ خو له څه مودې راهیسې د دواړو ادارو ترمنځ ملګرتیا پای ته ورسېده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام