فریده مومند: د نوي تقنیني فرمان له مخې به ۱۳۴ استادان تقاعد شي

د لوړو زده کړو وزیرې فريدې مومند د مشرانو جرګې استجوابیه غونډه کې وویل، چې د نوي تقنیني فرمان د پلي کولو له مخې به ټولټال د پوهنتونونو د ۵زره ۷ سوه او ۸۶ استادانو له جملې به ۱۳۴ استادان تقاعد ته سوق شي.

مېرمن مومند وايي، چې د پوهنتون استادانو ستونزې يې له ولسمشر سره شریکې کړي او ډېر ژر به حل شي.

د هغه په خبره افغان ولسمشر به ډېر ژر له د پوهنتون له استادانو سره هم خبرې اترې ولري.

د لوړو زده کړو وزیره وايي، چې د نوي قانون طرحه پخپله د پوهنتون استادانو په سلا مشوره جوړه شوې ده او په وزیرانو شورا کې یواځې د ۶۵ کلونو په عمر د استادانو د تقاعد او څو نورو برخو کې بدلون را وستل شوی دی.

د مشرانو جرګې په نننۍ (یکشنبې) غونډه کې د لوړو زده کړو وزیرې وکیلانو ته وویل، چې تر اوسه یواځې د درېیو پوهنځیو ازموینې نه دي اخیستل شوي او په راتلونکو دوو اونیو کې به واخیستل شي.

مېرمن فریدې هغه اوازې هم رد کړې، چې د نوي قانون طرحې له تصویب وروسته به شاوخوا۷۰۰ استادان تقاعد شي او هغه شمېر استادان چې په ۶ کلونو کې یې ترفیع نه وي کړي منفک به شي.

د لوړو زده کړو وزیره زیاته کړه، چې دغو شمېر استادانو ته به د ظرفیت لوړولو زمېنه برابره کړي.

په ورته وخت کې د لوړو زده کړې وزیرې مشرانو جرګې استازو ته ډاډ ورکړ، چې دا ځل به د تېرو کلونو په پرتله د کانکور ازموینه رڼه وي.

دغه راز د خصوصي پوهنتونونو رییس محمد امیر کاموال وویل، چې د خصوصي پوهنتونونو د جوړولو په اړه یې نوې کړنلاره جوړه شوې ده، که تصویب شي نو ډېرې ستونزی به حل شي.

کاموال وویل، چې دولتي او خصوصي پوهنتونونو تر منځ د یپلومونو توپیر باید له منځه لاړشي.

هغه دا هم وویل، چې په جرمني هېواد کې  ۱۰۰ زره دیپلومونه تر چاپ لاندې دي او د روان کال دلوې میاشت پورې به یې شاوخوا ۵۰ زره به یې را ورسیږي.

ده جرګې ته وویل، چې د خصوصي پوهنتونو په کیفیت هم کار روان دی او خصوصي  پوهنتونو د استادانو امتیاز به د دولتي پوهنتون د استادانو سره برابر شي.

د لوړو زده کړو وزارت وزېره په داسې حال کې مشرانو جرګې استجوابیه غونډې ته ور بلل کیږي، چې له دې مخکې د کابل پوهنتون استادانو د قانون نوې طرحې په اړه په پرلپسې ډول اعتراضونه وکړل.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام