فاریاب کې یوې نامسووله وسلهوالې ډلې پر څلورو نجونو ډلهییز جنسي تېری کړی دی.
د نامسووله وسلهوالو یوې ډلې نن جمعه د فاریاب ولایت د پشتونکوټ ولسوالي په سبز سیمه کې لومړی څلور نجونې تښتولي او بیا یې پرې ډلهییز جنسي تېری کړی دی.
د فاریاب امنیه قوماندان غیبالله سادات رسنیو ته ویلي چې د ذکرالله په نوم د نامسووله وسلهوالو یوه قوماندان له خپلو څو ساتونکیو سره پر څلورو نجونو ډلهییز جنسي تېری کړی دی.
د سادات په وینا، دا پېښه هغه مهال شوې چې یادې نجونې د دوستانو د اختر مبارکۍ لپاره له میمنې ښاره یادې سیمې ته تللې وې چې ذکرالله له خپلو څو ساتونکیو سره لومړي له سیمې تښتولي او بیا یې پرې ډلهییز جنسي تېری کړی دی.
د فاریاب امنیه قوماندان وايي، له هغه وروسته چې د سیمې اوسېدونکیو ورته راپور ورکړ، امنیتي ځواکونه لاس پهکار شول او تر یوې لنډې نښتې وروسته د نامسووله وسلهوالو قوماندان ذکرالله وژل شوی او څلور وسلهوال کسان یې نیول شوي دي.
- د پلار او ورېندارې په مخکې پر یوې قابلې د ۸تنو ډلهييز جنسي تېری
- جنسي تېری او باج؛ تېري کوونکیو ترې فېلم هم ډکاوه
په همدې حال کې د سبز سیمې ملک حبیبالله ارباب سلاموطندار ته وویل چې د نامسووله وسلهوالو یاد قوماندان له څو کلونو راهیسې د جنسي تېري ترڅنګ، د خلکو په وژلو او وسلهوالو غلاوو کې هم لاس درلود.