
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، دوی په پام کې لري، چې په روان ۲۰۱۷ م میلادي کال کې ۹،۵ میلیونه ماشومانو ته د پولیو یا ګوزڼ ضد ژمني واکسین تطبیق کړي.
د معلوماتو پر بنسټ، دغه کمپاین به سبا (دوشنبه جنوري۲۹مه) پېل او درې ورځې به دوام وکړي.
د عامې روغتیا وزارت د پولیو څانګې مسوول میوند احمدزي نن د یوې خبري غونډې پرمهال وویل، چې د عامې روغتیا وزارت د دې ناروغۍ جرړو ایستلو له پاره کلک هوډ لري.
د ده د معلوماتو لهمخې د یاد شمېر ماشومانو له ډلې ۶ میلیونه یې د افغانستان په سویل ختیځو سیمو کې تر کلک ګواښ لاندې دي، چې د پلي کېدو لهپاره يې په ملي کچه څلور دوره کمپاین په پام کې نیول شوی دی.

د احمدزي پر وینا، روان میلادي کال کې د پولیو واکسین له پاره ۶۰ میلیونه ډالره ځانګړي شوي او که زیاتې بودیجې ته اړتیا ولیدل شي بیلابیل بنسټونه شته چې ددغه بهیر ملاټر وکړي.
له دې سره جوخت په افغانستان کې د یونیسف استازې ملیسا کورکوم ویلي، چې افغانستان د پولیو واکسین جرړو ایستلو ته ډیر نږدې دی.
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په تیرو ۷ میاشتو کې د هیواد په کچه د پولیو هیڅ کومه مثبته پیښه نه ده ثبت شوې، خو د ۲۰۱۶ کال په لومړۍ نیمایي کې د پکتیا په برمل، د هلمند په نوزاد، د کونړ په شیګل او د کندهار په شاولي کوټ ولسوالیو کې د پولیو مثبتې پیښې ثبت شوې دي.
د یاد وزارت د معلوماتو پر اساس، که له ۵ کلونو ټيټ عمره ټول ماشومان د پولیو واکسین وکړي د دې ناروغۍ کمبله به له هیواده ټوله شي.





