.jpg)
د کابل ښار له ۵ میلیونو د زیاتو نفوسو او درانه ترافیک په لرلو سره د افغانستان ګڼ مېشتی ښار دی.
د درانه ترافیک ترڅنګ، د پلیو لارو بندښت هم ښاریان له ستونزو سره مخ کړيدي.
د کابل ښار د واټونو پلې لارې تر ډېره کراچۍ والاوو، ګرځندهپلورونکیو او هم هټیوالو له هټیو بهر د خپلو توکیو کېښودو له امله بندې کړېدي.
کله چې د صدارت څلورلارې، نوي ښار، کوټې سنګي او نږدې د ښار هرځای کې چې ګرځئ؛ په پلیو لارو کې له لږیو پلیو لارویانو سره مخېږئ.
پلي کسان تر ډېره پر عمومي واټونو تګ ـ راتګ کوي، ځکه چې پلې لارې کراچیو، بایسکېلونو او له هټیو راوتلو دروازو نیولې دي.
د دې حالت د لیدلو لهپاره د صدارت څلور لارې ته لاړو او هلته مو د یوې چاپخونې دروازې ولیدلې چې هټي بهر خواته وازې شوېوې.
د دې چاپخونې خاوند کبیر وایي چې بهر ته د دروازې پرانېستل سم کار نهدی؛ خو په وینا یې، اوس د ښار نږدې ټولو هټیو دروازې بهر ته پرانېستل کېږي او دوی هم د هټي د پراخوالي په پار د هټي دروازې بهر خواته پرانېستې دي.
.jpg)
خو د رامین په نوم د یوې بلې چاپخونې څښتن وایي چې ډېر هتیوال د تبلیغاتو په موخه خپلې دروازې بهر ته وازوي چې لارویان یې پر دروازو لګېدلي سټیکرونه ولیدلی شي.
دا داسې مهال دي چې نیمایي پلې لارې کراچیو، ګرځنده پلورونکیو، بایسکیلونو، موټرسایکیلونو او جنراتورونو بندې کړېدي.
د صدارت له څلور لارې ور هاخوا کابل ښاروالۍ ته مخامخ ستره دړه لګېدلی چې پرې لیکل شوي: «د هر متر مربع سرک بندول ۱۰۰ افغانۍ جریمه لري.»
د عصمتالله په نوم یو عریضه لیکونکي خپل کوچنی مېز او څوکۍ ټیک د لارې پر سر ایښي او د هماغې دړې لاندې یوې مېرمنې ته عریضه لیکي.
دی وایي، د یوې مړۍ حلالې ډوډۍ پیداکولو لهپاره اړ دی چې د پلې لارې یوه څنډه د کار لهپاره غوره کړي او د ښاروالۍ مخامخ د ده د کاروبار لهپاره غوره ځای دی.
عصمت زیاتوي، په پلې لار کې کیناستل ښه کار نهدی؛ خو د هټۍ د کرایې توان نهلري.
خو د کابل ښاروالۍ ویاند جلیل سلطاني وایي، کابل ښاروالي د څارنې ډله لري او هر ډول سرغړوونک د سرغړونې پر وخت جریمه کېږي.
داسې ښکاري چې قانون ته د خلکو نه درناوی یو دود ګرځېدلی او د ځېنو کابلښاریانو په اند، د اوسني ټولنیز وضعیت سمون زیات وخت ته اړتیا لري.
کله ناکله ځېنې سرغړوونکي پولیسو یا د ښاروالۍ کارکوونکیو ته د لږو بډو په بدل کې له جریمې معافېږي.





