فاریاب کې د ملي اردو ۶ کنډک د سقوط له خطر سره مخ دی

د فاریاب ولایتي شورا مرستیال صبغت‌الله سیلاب وايي چې د چینایانو په نوم کمپ کې نږدې ۱۵۰ کلابند سرتېري له ۴۸ ساعته کلابندۍ او مرستندویه ځواکونو نه رسېدو له امله طالبانو ته تسلیم شول.

د فاریاب ولایتي شورا مرستیال، په غورماچ ولسوالۍ کې کلابند شویو سرتېرو ته د حکومت نه پاملرنه د امریکا ولسمشر وروستۍ پرېکړې سره تړي چې امنیتي ځواکونه د افغانستان لرې پرتې سیمې خوشې کړي.

د چینایانو په نوم کمپ کې یو شمېر کلا بند شویو سرتیرو د دې پوځې اډې له سقوطه مخکې د حکومتي مشرانو پر نه پاملرنې نیوکې سره ویلي چې د هغوی په وینو مامله شوې‌ده.

د دوی په وینا، د چینایانو کمپ له سقوط سره د غورماچ ولسوالۍ په مرکز کې د ملي‌اردو ۶ کنډک د سقوط خطر هم جدي شوی‌دی.

په ورته وخت کې یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته وویل چې طالبانو د ملي‌اردو ۶ کنډک کلابندو سرتېرو ته خبرداری ورکړی چې د نن ورځې تر ۱۰ بجو پورې باید له خپلو ټولو تجهیزاتو سره تسلیم شي؛ خو د ملي‌اردو ځواکونو له هغوی تر څلورو بجو پورې وخت غوښتی.

د چینایانو په نوم کمپ دمګړۍ د طالبانو لاس ته لوېدلی چې دا پوځي اډه له څوو میاشتو راهیسې د طالبانو تر سخت ګواښ لاندې وه او په غورماچ ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونه د میمنې ـ غورماچ لویې لارې تړلو له امله د هوا له لارې اکمال کېدل.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام