د غور ولایت مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د سید احمد په نوم د سیمهییزو پولیسو قوماندان پورې اړوندو کسانو له خوا یوه ښځه لومړی له درې لاندې غورځول شوې او بیا په نیمه پاتې ساه يې د آس له تړلو وروسته تر هغه پر ځمکه رغړولې، ترڅو چې وژل شوې ده.
د غور د ښځو چارو رییسې د دغې پېښې د تایید ترڅنګ ویلې، چې پردغې ښځې شاوخوا ۸ میاشتې وړاندې د سیداحمد له خوا جنسي تېری شوی و او په ګېډه کې يې ماشوم هم و.
د راپور پر بنسټ دغه پېښه د غور ولایت دولتیار ولسوالۍ په سمک کلي کې رامنځ ته شوې.
په غور کې د بشري حقونو سیمهییز دفتر مسوولې فریده ناصري او د یاد ولایت د ولایتي شورا غړې ګلثوم رضايي هم دغه پېښه تایید کړې.
دغه ښځه هغه مهال وژل شوې، کله چې يې غوښتل د فیروز کوه له مرکزي روغتون څخه د خپلې لور سره کور ته لاړه شي.
د غور د ښځو چارو رییسې پر امنیتي چارواکو تور پورې کوي، چې دوی د دغه ولایت په امنیتي مدیریت کې پاتې راغلي.
دا وايي، د قضيې د لا روښانتیا لهپاره يې د دغې ښځې لور فیروزکوه ته غوښتې.
و مو غوښتل، چې پهدې اړه د سیمهییزو پولیسو قوماندان سیداحمد نظر هم واخلو خو بریالي نه شو.
د یاد ولایت د والي ویاند عبدالحي خطیبي بیا دغه پېښه ردوي او وايي، چې دغه ښځه د قومي سپینږیرو سره د یو حقوقي موضوع د حل په موخه روانه وه، چې له اس نه غورځېدلې او مړه شوې ده.