د پنجشېر محلي مسوولان: په تېره یوه میاشت کې ۱۹۰ زره کسان دغه ولایت ته راغلي

د پنجشېر محلي مسوولان وايي، د کورونا ویروس له خپرېدو، په تېره د کابل او ځینو نورو ښارونو له کورنټین کېدو وروسته، د پنجشېر یوشمېر اوسېدونکي چې په کابل او نورو ولایتونو کې اوسېدل، بېرته دغه ولایت ته ور ستانه شوي دي.

په هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو سره سم د یاد ولایت مسوولانو د ۱۳۹۸ کال د کب په ۲۶مې دغه ولایت ته د خلکو پر تګ‌راتګ بندیز ولګاوه.

د پنجشېر د والي ویاند محمدمنصور عنابي سلام‌وطندار ته ویلي، دغه ولایت ته د خلکو پر تګ‌راتګ له بندیز لګولو راهیسې د پنجشېر له ۱۹۰ زرو ډېر اوسېدونکي د کورونا له وېرې دغه ولایت ته ورغلي دي.

هغه وايي، د ورغلیو کسانو د اوسېدو ځایونه او نور معلومات یې اخیستې او که د کورونا نښې‌نښانې په‌کې ولیدل شي، روغتیايي ټیمونه به یې په نښه او بستر کړي.

د کورونا ویروس پر وړاندې د مبارزې کمېټې د ځواب ویلو مسوول رحیم‌داد وايي، تر اوسه د پنجشېر په دشتک سیمه کې یو ۵۰ بستریز روغتون جوړ شوی او ډاکټرانو ته یې هم ټول تجهیزات ورکړل شوي دي.

نوموړی وايي، خلکو ته د عامه پوهاوي ترڅنګ، د ولسوالیو د روغتیايي مرکزونو د تجهیز لپاره ۱۳ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي.

د رسمي شمېرو له مخې، تر اوسه په پنجشېر کې ۷ کسان پر کورونا ویروس اخته شوي دي. د روغتیايي مسوولانو په وینا، پر کورونا اخته کسان د هغو کسانو له ډلې دي چې تازه دغه ولایت ته ورغلي دي.

تر اوسه په هېواد کې ۱۴۶۳ کسان پر کورونا ویروس اخته شوي چې له ډلې یې ۴۳ هغه مړه شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام