غور کې پر خلکو د طالبانو تازه شرطونه

د غور ولایتي شورا غړي وايي، طالبانو د دغه ولایت په دولتیار ولسوالي کې له خلکو نه د عشر او زکات راټولو ترڅنګ، پر هغوی تازه شرطونه ايښي دي.

د غور د ولايتي شورا غړی حمیدالله متحد وايي، طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره خلکو ته سپارښتنه کړې چې تر دې وروسته به خپلې لوڼې ښوونځیو ته نه‌لېږي، ږیرې به نه خرېیي، ټلوېزیونونه به نه‌ګوري او ښځینه به یې تنګې جامې نه‌اغوندي.

دغه راز په خبرپاڼه کې دولتي کارکوونکیو ته خبرداری ورکړل شوی چې ژرترژره باید خپلې دندې پرېږدي، که‌نه وبه یې وژني.

په همدې حال کې د غور دولتیار ولسوالي اوسېدونکي هم د طالبانو پراخ موجودیت په اړه اندېښنه ښيي او له حکومت نه غواړي چې مخه یې ونیسي.

د دولتیار ولسوالي اوسېدونکي فیض‌محمد او ګل‌حضرت وايي، طالبان په دغې ولسوالي کې پر خلکو برید کوي، په ناحقه یې وژني او مالونه یې وړي. دوی زیاتوي، تل یې د دولت ملاتړ کړی، خو اوس طالبان ورباندې واکمن دي په زوره ترې عشر او زکات ټولوي.

خو د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي که څه هم مني چې طالبان په یادو ولسوالیو کې له خلکو په زوره عشر او زکات ټولوي، خو زیاتوي چې تراوسه پر خلکو د طالبانو د نویو شرطونو په اړه ورته راپور رسېدلی نه‌دی.

دولتیار ولسوالي، د غور د مرکز فېروزکوه په ۶۵ کیلومترۍ کې د غور ـ کابل پر لویه لار پرته ده. د غور د ولایتي شورا د غړو په وینا، طالبان هڅه کوي په یادې ولسوالي کې مرکزونه جوړ کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام