د غور ولایتي شورا غړی عبدالبصیر قادري سلاموطندار ته وايي چې سږکال پهدې ولایت کې په عملي شویو پرمختیايي پروژو کې انډول نهدی مراعت شوی.
د ښاغلي قادري په وینا، روان مالي کال کې څه باندې ۶۰سلنه پرمختیايي پروژې یوازې فیروزکوه، لعل او سرجنګل ولسوالیو کې پلي شوي او پاتې ۴۰سلنه یې د دې ولایت ۸ وروسته پاتې ولسوالیو کې پلې شوېدي.
دی حکومت په تبعیض تورنوي او زیاتوي د متوازونو خدمتونو په وړاندې کولو کې ناکام شوی او پهدې چارې سره یې د خلکو ترمنځ تبعیض پیدا کړیدی.
د غور ولایتي شورا دا غړی وايي، د پرمختیايي پروژو په پلي کولو کې انډول نه مراعتول د دې لاملېږي چې د دې ولایت د وروسته پاتې ولسوالیو اوسېدونکي له حکومته لرېوالی غوره او ناامنیو ته مخه کړي.
د غور والي ویاند عبدالحی خطیبي هم د پرمختیايي پروژو په پلي کولو کې انډول ته نه پام مني او وايي، د دې ولایت ځېنو ولسوالیو او کلیو کې د ولسي جرګې غړي او زورواکي د سیمې د اوسېدونکیو اړتیاوو ته له پام پرته پرمختیايي پروژې پلي کوي.
د غور د اقتصاد رییس شفیق وکیل دې ولایت کې د پرمختیايي پروژو په پلي کولو کې د نا انډولۍ علت ناامني بولي؛ خو په متوازنه توګه د پرمختیايي پروژو پلي کولو لهپاره د هڅو له پیلولو خبر ورکوي.
دی ټینګار کوي چې د تېرکال کمی په پام کې نیسي او هغو ولسوالیو کې چې تر ټولو کمه بودیجه پهکې لګول شوې؛ پام زیاتوي
غور د هېواد له وروسته پاتې ولایتونو دی.
د ځايي چارواکیو په وینا، کومې پروژې چې تېرو څوو کلونو کې غور ولایت کې پلي شوي؛ چندانې ښه کیفیت یې نه لرلو.