غور کې چې د دولت وسلهوالو مخالفینو او غیرمسوولو وسلهوالو ډلو حضور په کې پراخ دی، خبریالي او د رسنیو فعالیت، له ستونزو او لوړو او ژورو ډک کار دی.
خو داسې ځوانان شته چې د غږ ازادۍ پورته کولو او د خپلې ټولنې ستونزو ته د انعکاس ورکولو لپاره، پرته له کوم ډول حقوق ترلاسه کولو، په رضاکاره توګه د دغه ولایت سیمهییزو رسنیو کې کار کوي.
د دغو رسنیو یو شمېر خبریالان وايي، که څه هم دوی د خپلو رسنیو له مسوولانو د معاش ترلاسه کولو غوښتنه کړې؛ خو هغوی د بودیجې نشتوالی د معاش نه ورکولو لامل بولي.
د سرحد راډیو خبریال منصور خسرو او د فیروز کوه راډیو خبریال عبدالسمیع نژاد سلاموطندار ته وویل
څلور کاله کیږي چې له محلي راډیوګانو سره کار کوي او څو ځلې یې د راډيو مسوولانو ته د معاش خبره هم کړې؛ خو هغوی ورته تل د بودیجې ستونزې مطرح کوي.
د غور خصوصي رسنیو مسوولان هم مني چې هغوی کارکوونکیو ته معاش نه ورکوي.
د فیروز کوه راډیو مسوول نوراحمد حبیبي وايي، هغوی د مرستنهکوونکیو بنسټونو او حکومت ملاتړ او د بودیجې نشتوالی له امله نشي کولی د خپلو کارکوونکیو معاشونه ورکړي.
ښاغلی حبیبي زیاتوي، که چېرې د دغه ولایت رسنیو ته پام ونه شي؛ رسنۍ به له فعالیته پاتې شي.
د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رییس فخرالدین اریاپور وايي، سره له دې چې د دغه ولایت سیمهییزې رسنۍ د پام وړ فعالیت لري، خو د بودیجې نشتوالی لامل کیږي، تچې دغه رسنۍ ونه شي کولی اساسي کارونه ترسره کړي.
سره له دې چې د غور سیمهییزې رسنۍ مالي ستونزو سره مخ دي، تېر کال دغه ولایت کې دوه رسنۍ د ناپېژانده کسانو تر برید لاندې راغلېې چې هرڅه یې وسوځېدل.
غور کې دا وخت څلور خصوصي راډیوګانې او یوه دولتي رسنۍ فعالیت لري چې شاوخوا ۴۰ کسان په کې په کار بوخت دي.