د غور د پسابند ولسوالۍ امنیې قومندان فخرالدین وايي، وسلهوالو طالبانو تېره شپه دغې ولسوالۍ کې پر یوې امنیتي پوستې ډلهییز برید کړی چې غور لپاره د طالبانو د نومول شوي والي مرستیال ملا احمدشاه هم په کې ګډون درلود.
فخرالدین وویل، نښتو کې ۷ امنیتي ځواکونه وژل شوي، یو ټپي او یو بل هم ورک دی او زياته يې کړه چې طالبانو د یادې امنیتي پوستې ټولې وسلې هم ځان سره وړي دي.
د پسابند ولسوالۍ امنیې قومندان زیاتوي چې جګړه کې طالبانو ته هم مرګژوبله اوښتي؛ خو شمېر یې نه دی مشخص شوی.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.