غني: ګاونډيو ته نه ښایي کډوال له دې زیات د اوزارو په توګه وکاروي

ولسمشر محمد اشرف غني نن د سولې عالي شورا مشرتابه سره په غونډه کې ټینګار وکړ، چې نور دې په ګاونډیو هېوادونو کې د کډوالو موجودیت سره لوبې نه کېږي.

د ولسمشر په وینا، هرځل چې افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په اړه خبرې کوي دغه هېوادونه د کډوالو بېرته راستنېدو مسله مطرح کوي.

هغه ټینګار کوي نور دې له کډوالو د اوزار په توګه کار نه اخیستل کېږي.

ولسمشر وايي، افغانستان د کډوالو بېرته راستنېدو پرته بشپړ نه دی.

غني زیاته کړه، د کډوالۍ ښکارنده باید په اساسي توګه حل او په ګاونډیو هېوادونو کې د کډوالو بې‌عزتي نور د منلو نه ده.

ویې ویل، چې په راتلونکې کې د خلیج غونډه جوړیږي او په دې غونډه کې به د کډوالو مسلې په اړه هم خبرې اترې وشي.

دغه راز ولسمشر غني غونډې ته وویل چې افغان حکومت په هره کچه له وسله‌والو مخالفو ډلو سره د سولې غوښتونکی دی.

دا داسې مهال دی چې د ترهګرو ملاتړ له‌امله پر پاکستان د نړیوالو فشارونو له زیاتېدو وروسته د دغه هېواد کابینې پرېکړه وکړه؛ شاوخوا دوه میلیونه هغه افغان کډوال له خپلې خاورې وباسي چې د کډوالۍ کارتونو موده يې ختمه شوې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام