
د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ د هېواد یوه مشهوره تفریحي هغه ده. د پسرلي او دوبي په موسمونو کې زیاتره هېوادوال د مېلو او ساعتتېريو لهپاره ورځي؛ خو د کثافتدانیو نهشتوالی چاپېریال ککړ کړیو. خو سږکال د پغمان اوسېدونکیو له مدني بنسټونو سره یوځای په یو ټولنیز بحث کې د کثافتدانیو نهشتوالی او د خځلو او کثافتو لهپاره د مشخصې سیمې نهشتوالی یوه ټولنیزه ستونزه وګڼله او دغه ناسته د دې لامل شوه چې له افغان ماشومانو د ملاتړ او ودې موسېسې د دې ستونزې د حل په برخه کې د کلي له خلکو سره د مرستې په توګه په سیمه کې سمنټي کثافتدانۍ جوړې کړې؛ نه یوازې خلکو لهدې کار هرکلی وکړ، بلکې د چاپېریال پاک ساتلو لامل شو.
د پغمان اوسېدونکی شجاعالدین د موسېسې له مرستې او د خلکو دې پرېکړې نه، په هرکلي سره وايي چې د کثافتدانیو جوړول د دې لامل شوي چې خلک د مسوولیت احساس وکړي او لهدې وروسته په هر ځای کې خځلې ونهغورځوي.
د زرګر او حکیم کلا کلیو د ځوانانو مسوول احمدالله حکیمي وايي، په کليو کې د کثافاتو زیاتوالي له امله یو شمېر ماشومان ناروغ شويوو. د حکیمي په خبره، د کثافتدانیو نهشتوالي له امله به خلکو کثافات پر سړکونو او لارو کې غورځول چې دې چارې نه یوازې یې چاپېریال ککړی و، بلکې هوا او تفریحي ځایونه یې هم ککړه کړيو.
د زرګر درې یو استازي صفيالرحمان وویل، دغه کثافتدانۍ د چاپېریال پاکوالي او د ناروغیو د مخنیوي لهپاره جوړې شوېدي. دی د ځايي خلکو دغه اقدام ستايي.
د پغمان ولسوالۍ د ولسي شورا د بیارغونې کمېسیون مسوول حاجي میربهاالدین وايي، د دې کار موخه ټاکلي ځای ته د کثافاتو راټولول او له ساحې لېږدول دي.
هغه زیاتوي، کوم هېوادوال چې د ساعتتېریو او تفریح لهپاره دغې سیمې ته راتلل د کثافتدانیو له نهشتوالي یې شکایت کولو او دمګرۍ پهدې برخه کې یو څه ستونزې حل شوېدي. د ده په خبره، دغه کثافتدانۍ په معیاري ډول د پغمان ښاروالۍ لهخوا طرحه شوېدي.
د پغمان ولسوالۍ د ولسي شورا د بیارغونې کمېسیون مسوول وايي، د کثافتدانیو په جوړونه کې د ځايي خلکو نقدي مرستې مهمې وې. د ده په وینا، ځايي خلکو د خپل مسوولیت په درک کولو او د ښاروالۍ له ادارې سره په روغونه کې مرستندویه دي. دغه راز د پغمان ښاروالي د کثافاتو لېږدونې په برخه کې له تخنیکي کمیو او یو شمېر ستونزو سره مخ ده.
په ورته وخت کې د افغان ښځو او ماشومانو د ملاتړ او ودې موسېسې د حقوقو او عدالتغوښتنې برخې مسوولې نیلوفر احمدزۍ له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل چې د پغمان په درېيوو کلیو، فراشها، زرګر دره، پشتې کې درې دانې کثافتدانۍ جوړې شوېدي.
اغلې احمدزۍ د پغمان د پخوانۍ چټلې هوا نه په نارضایتۍ سره وايي، هیلهمنه ده چې وروسته لهدې د پغمان ولسوالي له چټلیو پاکه شي او ښېرازه چاپېریال ولري.
په نږدې وختونو کې افغان حکومت د چاپېریال ساتنې او چټلې هوا نه د مخنیوي په پار «د کابل شین کمربند» په نامه یو پروګرام پيل کړی چې دا پروګرام به په پغمان ولسوالۍ کې هم پلی شي.





