افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، چې پاکستاني لوړ پوړي چارواکي باید د افغانستان شرایط او حالت درک کړياو د هغه هېواد په داخل د تروریزم په اړه، چې کوم تعریف شوی هغه دې د افغانستان له پاره هم په نظر کې ولري.
غني نن شنبه (سپټمبر۲۲) په کابل کې د سویډن هېواد له سفیر پیتر سمنیبي سره د مخه ښې کتنه کې وویل، چې افغانان په حساسو شرایطو کې قرار لري، خو په وينا يې افغانان په سم لوري روان دي.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، جمهور رئیس غني د سویډن له حکومت او خلکو څخه د افغانستان په اړه د هغوی له ژمنو، مرستو او همکاریو څخه مننه وکړه، وې ویل چې د ملي یووالي حکومت په تېرو لسو میاشتو کې خپلې اړیکې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره نوې کړي دي او د نړیوالې ټولنې په اړه د خپلو ژمنو عملي کولو ته ژمن دی.
غني زیاته کړه، چې له څو تېرو میاشتو را په دیخوا یې لا ډېرتمرکز پر امنیتي موضوع ګانو دی او د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د دښمنانو هغه پلانونه دي، چې د اراضۍ تسخیرول و، شنډ کړل او هغوی یې وځپل.
محمد اشرف غني وویل، چې د هېواد د ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ همغږي زیاته شوې ده او اوس مهال هغوی په یرغلیز حالت کې قرار لري.
هغه په هېواد کې د وروستیو بدلونونو په اړه وویل، د سولې مذاکرات به د افغانستان په مشرۍ او مالکیت پرمخ لاړې شي.
غني دا هم وویل، چې نړۍ او سیمه له تروریزم سره د مبارزې، په ځانګړې توګه د هغې اړیکې په باب چې د تروریزم او جرمي اقتصاد ترمنځ شتون لري، له افغانستان سره په تفاهم کې ده.
د یو بل خبر له مخې د افغانستان له پاره د اروپايي اتحاديې ځانګړي استازي فرانز مایکل ملي بن ویلي، چې د افغانستان او پاکستان د روابطو بیا ښه کولو له پاره د پاکستان اقدام تر ټولو مهم دی.
هغه ویلي، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني له پاکستان سره د روابطو د بیا ښه کولو په باب غور کوي.
فرانز دغه خبرې د پاکستان د ستراتيژيکو مطالعاتو په انسټيټوټ کې کړي.
شاوخوا درې اوونۍ وړاندې د کابل په شاه شهيد سيمه کې له زورورې بمي چاودنې وروسته ولسمشر غني خبري کنفرانس کې پر پاکستان سختې نيوکې وکړې او دغه هېواد يې د ترهګریزو فعاليتونو ملاتړ کوونکی وباله.
غني وویل، چې د پاکستان په (آرمي پبلک سکول) باندې برید د پاکستان له پاره د پای نقطه وه، خو د افغانستان له پاره بیا د شاه شهيد برید د عطف ټکی دی.
هغه ويلي وو، چې باید پاکستان په خپله خاوره کې د ترهګرو ځالې په نښه کړي.
غني زياته کړه، چې افغانستان له پاکستان سره پر خپل تعهد عمل وکړ، خو له پاکستانه تل افغانستان ته د جنګ پېغام استول شوی دی.
ده دا هم ويلي وو، چې که پاکستان طالبان د خبرو اترو میز ته د حاضرولو ظرفیت نه لري باید د دوی ځالې په په خپله خاوره کې په نښه کړي.
د اروپايي اتحاديې استازي د پاکستان په ستراتيژيکو مطالعاتو انسټيټوټ کې زیاته کړه، که څه هم ولسمشر اشرف غني پر اسلام اباد سختې نيوکې کړي، خو بیا هم دی غواړي له دغه پاکستان سره ښې اړيکې وساتي.
ملي بن زیاته کړې، چې د پاکستان او افغانستان له داسې اړيکو به نور هېوادونه ګټه واخلي او د پاکستان کردار به په دغه برخه کې تر ټولو مهم وي.
د افغانستان له پاره د اروپا ځانګړي استازي ویلي، چې په دې باب باید پاکستان پر اړينو اقداماتو لاس پورې کړي د اسلام اباد اقدمات تر مهم دي.
د يادولو ده، چې ملي بن د پاکستان د پوځ عمومي مشر راحیل شریف سره هم ليدلي دي.