غني: هرځل له صفره پېل نه شو کولی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کوچني اختر په مناسبت په خپله وینا کې وسله والو طالبانو سره د سولې خبرو اترو ، له پاکستان سره د اړیکو او ځينو نورو  مهمو موضوعاتو ته اشاره وکړه.

ولسمشر زیاته کړه، چې نه باید هرځل له صفره پېل وکړو.

هغه وویل، چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر په اختریز پېغام کې ستونزو او معضلاتو حل ته د سوله ییزې لارې اقدام کول یو ښه مثبت بدلون دی.

نوموړی په داسې حال کې د صفر نه د حکومت پېل خبره کوي، چې د راپورونو پر بنسټ طالبانو د سولې د خبرو اترو په لومړي پړاو کې، د ځينو نورو غوښتنو ترڅنګ يوه يې دا وه، چې باید له سره د (ملي متحد) حکومت په نامه موقت حکومت جوړ شي.

غني په اسلام اباد کې وروستۍ خبرې په افغانستان کې د سولې لپاره اړینې وبللې.

محمد اشرف غني د کمکي اختر په مناسبت په خپل پېغام کې

ویلي، چې د نوي حکومت له جوړېدو سره سم یې له اسلام اباد سره د خبرو هڅه پېل او له دغه هېواد سره د پر لپسې خبرو لاره غوره کړه.

هغه د خبرو اترو څخه وروسته د پاکستان وروستي، څو عملي ګامونه د ستاينې وړ وباله.

اشرف غني زیاته کړه، چې له پاکستان او طالبانو سره به سوله د ملي ګټو په رڼا کې کيږي.

هغه په خپل پېغام کې دا هم وویل، چې د سولې خبرو اترو له هر پړاو څخه به عام وګړي خبروي او هر څه به په رڼه او شفاف ډول پر مخ ځي.

غني زياته کړه، چې د پاکستان او طالبانو سره سوله کول دواړه باید په موازي ډول تعقیب شي.

د هغه په وينا، پاکستان او طالبانو سره سوله کول جلا میکانیزم ته ضرورت لري.

هغه وايي، دیني عالمانو، مدني فعالانو او نورو اړخونو سره  سره مشورې کړې دي او د هغوی نظر يې هم اخیستی دی دا، ځکه چې د واقعي سولې له پاره ملي اجماع او ملي وفاق ته ضرورت دی.

ولسمشر په خپل پېغام کې دا هم ويلي، چې تراوسه پورې د سولې په برخه کې پر ۹۰ سلنو مسایلو اتفاق شته او په پاتې پنخه فیصده موضوعاتو بحث روان دی.

ده ټينګار کړی، چې د خلکو اساسي حقونه او په تېره بیا د  ښځو حقونه به په هیڅ وجه له پامه ونه غورځوي.

افغان ولسمشر ويلي، چې له طالبانو سره سوله کوو، خو د بهرنيو تروریستانو سره به د افغان ځواکونو مبارزه د تل په څېر جدي روانه وي.

په همدې حال کې د ولسمشر اجرايوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم په خپل لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې ډېر ژر به د خلکو په ژوند کې مثبت تغیر راوړل شي.

هغه ويلي، چې افغانستان  سختو ورځو څخه د تېرېدو په حال کې ده.

ډاکټر عبدالله د خلکو اقتصادي ژوند ته په اشارې سره ویلي، چې هر څه به د سولې راتګ سره پای ته ورسيږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام