ولسمشر محمد اشرف غني وایي، چې د وسله والو طالبانو مشر ملا هبت الله باید د ملګرو ملتونو په تور لیست کې شامل شي.
محمد اشرف غني د ملګرو ملتونو د بندیزو د کمیټې له غړو سره په کابل کې د لیدنې پر مهال، د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتنه کړې، چې د وسله والو طالبانو مشر ملا هبت الله نوم دې د ملګرو ملتونو په تور لیست کې شامل کړي.
د ګیراردوان بوهمین په مشرۍ د ملګرو ملتونو د بندیزونو د کمېټې یو پلاوی کابل ته راغلی او تېره ورځ یې په ارګ کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره خبرې اترې کړې دي.
بوهمین په لیدنه کې په تور لیست کې د ترهګرو او طالبانو د مشر ملا هبت الله د نوم شاملو په اړه د افغان دولت د نظر غوښتنه کړې وه.
ولسمشر غني هم د ملګرو په تور لیست کې د ملا هیبت الله نوم د ورزیاتیدو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، د ځینې هیوادونو په اړه چې ترهګرو ته یې خوندي ځایونه ورکړي باید روښانه دریځ ونیول شي او د نورو بېلابېلو اړخونو لکه داچې څه ډول تورې پیسې سپینیږي او ترهګرو ته رسیږي هم باید کار وشي.
ملاهبت الله اخوندازه د طالبانو د پخواني مشر ملا اخترمحمد منصور له وژل کېدو وروسته ددې ډلې د مشر په توګه وټاکل شو.
نږدې یو کال وړاندې کله چې د طالبانو پخوانی مشر ملااخترمحمد منصور له ایرانه بېرته د پاکستان خاورې ته داخل شو، نو د امریکا بې پيلوټه الوتکې په واسطه وویشتل شو.