افغان ولسمشر محمد اشرف غني په هغه غونډه کې، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۳۲۵ پريکړه لیک د عملي لارو چارو د ارزونې په موخه جوړه شوې وه وویل، چې ښځې د افغاني ټولنې اکثریت برخه جوړوي او باید د ټولو هغو امتیازاتو څخه برخمنې شي، چې په قانون کې ورته ورکړل شوې دي.
نوموړي زياته کړه، هيڅوک حق نه لري، چې د ښځو څخه د هغوی ورکړل شوي امتيازات او حقوق واخلي.
ولسمشر غني د ښځو په اړه د خلکو سنتي فکرونو ته په اشارې سره وویل، چې باید ښځو ته له دې امله، چې ښځه ده درناوی وشي، نه د يوې مور، خور، لور او مېرمنې په صفت.
غني له ديني اساساتو او اصولو څخه د خلکو سطحي معلوماتو درلودلو له امله اندېښنه وښوده او و يې ویل، چې اوس هم زموږ لوستي خلکو ترمنځ مېرمن ځپل شته.
ولسمشر محمد اشرف غني په هغه غونډه کې، چې نن سه شنبه د جون ۳۰ په کابل کې (د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د ١٣٢٥پرېکړه ليک د پلې کېدو اړوند د افغانستان ملي عملي پلان مخکتنه، ښځې، سوله او امنيت) تر نامه لاندې جوړه شوې وه زياته کړه، اوس مهال د افغانستان په قضایه قوه کې له ۲۴۵ ډ يرې ښځينه قاضیانې د قضا په برخه کې دنده اجراء کوي اوټيڼګار یې وکړ، چې په هر وزارت کې باید یوه ښځينه معینه وګومارل شي.
غني زياته کړه، چې په ولایتونو کې ښځې د زده کړو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
هغه دا هم وویل، چې ډير ژر به د لومړي ځل له پاره افغانستان کې د جلال الدین رومي په نوم یو ښځينه پوهنتون د ترکیې په مرسته جوړ شي.
دغه راز، غونډې ته د افغانستان د د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وویل، چې په تیره یوه لسیزه کې د ښځوونډې او کارونو څخه یې ملاتړ د بهرنیانو دملاتړ په موخه نه بلکې پردې آند ؤ چې د ښځو ونډه تل پاتې پرمختګ اوبې طرفه سولې رسیدوته په برخه کې بنسټيز ګام دی.
۱۳۲۵ پریکړه لیک ( نړیوال کنوانسیون) له نن څخه ۱۵ کاله مخکې تصویب شوی چې د رباني په وینا هغه مهال سوله او د ښځو حقوق خوندي نه ؤ.
دغه نړیوال کنوانسیون په ۲۰۱۲ زېږدیز کال د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په استازيتوب خپل کارونه پيل کړي دي.
یاده دې وي، چې اوس مهال د ښځو له پاره څلور وزارتونه او د څلور ولایتونو سربېره د سترمحکمې د عالي شورا یوه څوکۍ ښځو ته ځانګړې شوې ده.
محمد اشرف غني، د ښځو د صحت او درملنې په باب د معلوماتو نه شتون د زېږون پر مهال د ښځو د مړیني لامل په ګوته کړ او زياته يې کړه، چې اوس هم افغانستان د مېندو او نويو زيږول شويو ماشومانو له پاره په نړۍ تر ټولو بد هېواد دی.
محمد اشرف غني، د سولې په خبرو اترو کې د ښځو د رول په اړه وویل، چې په دغو خبرو اترو کې د ښځو رول هيڅکله هم تشريفاتي نه دي.
افغان ولسمشر د ملي شورا څخه غوښتنه وکړه، چې څو د ښځو سياسي مشارکت او په ټولنه کې د دوی د حضور له پاره ځانګړې بودیجه جوړه کړي.
همدارنګه ولسمشر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۳۲۵ پريکړه لیک عملي کول اړين وباله او له ټولو وزارتونو څخه يې غوښتنه وکړه، چې د دغه پريکړه لیک د تطبیق له پاره له یو بل سره مرسته وکړي.
د ويلو ده، چې د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا په دغه پريکړه لیک کې، په ټولنه او سياست کې د ښځو ګډون، جنګونو پر مهال د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي په باب تدابیر او د ښځو روغتيايي برخې ته پاملرنې او نور شامل دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د ځانګړو رپورټرانو له لوري په بار بار دا ويل شوي، چې لا هم افغانستان هغه ځای دی، چې مېرمنو سره په ډېرو کمو برخو کې عدالت کيږي او د ښځو په اړه په کې د محکمو پريکړې له توپيري چلنده سرچينه اخلي.
دوی ويلي، چې افغانې ښځې عدالتونو ته د خپلې بدنامې په خاطر نه ورځي او په تاوتريخوالو خوله پټوي.