ولسمشر محمد اشرف غني وايي، له طالبانو سره د هر ډول هوکړې لاسلیک کېدل، مشروط دي.
محمد اشرف غني ټينګار کوي او وايي:«له هرې مرحلې چې بلې ته ځو، شرطونه لرو.» نوموړی زياتوي، که طالبان له جګړې لاس وا نهخلي، شرطونه به تغير وکړي.
ولسمشر دا څرګندونې تېره ورځ ماښام له یو شمېر والیانو سره چې د سولې د خبرو په اړه يې د ويډيويي کنفرانس له لارې خبرې کولې وکړې.
نوموړي په دې خبرو کې د سولې بحث يو ملي بحث وګاڼه او ويې ويل چې حکومت د تلپاتې سولې د ترلاسه کولو لپاره په ګډه کار کوي.
محمد اشرف غني وايي چې افغان دولت له داعش او نورو ترهګرو ډلو سره هېڅ ډول اوربند نه لري او طالبانو بايد له دوی ځان بېل کړي. نوموړی زياتوي چې طالبان بايد له پاکستان سره، نورو ترهګرو ډلو سره، د جرمي اقتصاد او د خپلو پټنځايونو په اړه وضاحت ورکړي.
ولسمشر وايي، د سولې پروسې په نوي پړاو کې د دې اجازه نه ورکوي چې د سولې بهیر، قومي، سمتي او ډلهییز شي، ځکه سوله ملي پروسه ده او ټول افغان ولس پرې اجماع لري.
محمد اشرف غني په دې ناسته کې همداراز وويل چې له نړۍ سره د کابل اړیکې ډېرې مهمې دي او د نړيوالې ټولنې، په ځانګړي ډول له امریکا او ناټو سره ټول تړونونه او قراردادونه پر ځای دي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه د مخامخ خبرو لپاره د افغان ولسمشر وړاندېز نهدی منلی او ویل کېږي د دواړو لورو ترمنځ به د مارچ په ۱۰مه خبرې پیل شي.
په دې تړاو: