غني: د بروکسل تر ناستې پورې به مو یو با اعتباره بودیجه جوړه کړې وي

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، چې د بروکسل تر ناستې پورې به د افغانستان حکومت د یو باثباته او د اعتماد وړ بوديجې څخه برخمن وي.

هغه په ارګ د "سام" ناستې ګډونوالو ته وویل، هلته به یواځې انګېرنې نه منعکس کيږي، بلکې د افغانستان اقتصادي حالت سره سم به په ياده غونډه کې د افغانستان په عوایدو کې هم ډېر زیات ډېروالی راغلی وي او اقتصاد به د جوړېدو خوا ته روان وي.

ولسمشر محمد اشرف غني زیاته کړه، د اقتصادي کړنو د تطبیق له پاره يې، چې پرون شپه او نن (سپټمبر ۵ مه)  کومې نظریې وړاندې کړې، هېڅکله هم ورته پرته له دې  افغانانو ته  د کار زمینه برابره شي نه شو رسېدی.

هغه د (SOM) ناستې ګډونوالو ته، چې تېر ماښام په ارګ کې پرانیستل شوه زیاته کړه، د مامورينو په معاشونو کې د توازن راوستلو د هوکړې په باب له خپل اقتصادي ټيم څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې د مالي عامه مديریت په برخه کې د اصلاحاتو راوستل به د افغانستان د اقتصاد له پاره ګټور تمام شي.

هغه په خپلو ويناوو کې وویل، چې د افغانستان نفوس ته په کتو سره لوړ فیصدي ځوانان تشکیلوي، نو باید پر دغه انساني سرچينې پانګونه وشي.

ده څرګنده کړه، چې افغانستان کولی شي د اسیا په ختیځ  کوریا، جاپان، چین او تایوان کې د ودې د بهیر له تجربو څخه په ښه ډول ګټه واخلي.

د هغه په خبره ، دغو هېوادونو پانګونه له ډېرو لږو تولیداتو پېل کړه او د داخلي سکټور په پیاوړتیا او د صادراتي تولیداتو په زیاتونه کې یې له هغې څخه ګټه واخیستله او بالاخره یې په نړېوالو بازارونو کې په سیالۍ لاس پورې کړ.

غني خصوصي شرکتونو ته د ښوکاري زمینو برابرولو په برخه کې وویل، چې " موږ باید د کورنیو او بهرنیو شرکتونو، چې تولیدي سرچینې او د کار د رامنځته کولو منابع دي" پر وړاندې پراته خنډونه له خصوصي سکټور سره په مشوره کې لرې کړو.

افغان ولسمشر  په هېواد کې د سولې د ټینګښت له پاره د ملي یووالي د حکومت هڅو ته د اشارې په ترڅ کې وویل، چې دی او ډاکټر عبدالله عبدالله په هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت له پاره خپلو هڅو ته ژمن دي.

محمد اشرف غني زیاته کړه، چې د سولې له پاره به د افغانانو غوښتنې دوام ولري او افغانستان او پاکستان به داسې یو مطلوب حالت ته ورسیږي، چې وبه کولی شي د خپلو خلکو د نیکمرغۍ او سوکالۍ  له پاره خپل اقتصاد ته وده ورکړي.

محمد اشرف غني دا هم وویل، چې سولې خبرې اترې به د روانو وژنو د پای ته رسولو په  موخه روان وي، ځکه پر وينا يې افغانان سولې ته تمایل لري او زیاتې خبرې اترې به وژنو ته د پای د ټکي ايښودو په پار روانې وي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د ملي امنیت او د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزیز تېره ورځ کابل ته راغلی وو او د ریکا په اقتصادي ناسته کې هم وینا وکړه.

ولسمشر غني په افغانستان د ګاز ذخیرې ته په خپلو ویناوو کې اشاره وکړه او زیاته يې کړه، چې ډېر ژر به د ګازو د ذخیرې له پاره نوې تګلاره اعلان شي، چې د پانګه والو اعتماد او د شبرغان د ګازو د ذخیرو د ښه والي لپاره به په راتلونکي کې علاقمندي ډېره کړي.

نوموړي همدارنګه وویل، چې د مخابراتو په برخه کې د پانګونې د هڅونې له پاره به موږ خصوصي برخو ته اجازه ورکړو، چې د فایبر نوري شبکې په جوړولو کې کار وکړي.

محمد اشرف غني ژمنه وکړه، چې د مالیې وزارت به یو ګډ وزارتي او ګډ څانګیزه کمېټه د مالیې ورکولو د پالیسۍ له پاره جوړه کړي، چې مشري به یې هم د مالیې وزارت کوي.

جمهوررئیس غني د سام ناستې ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وویل، چې حکومت به يې کابينې ته د سوداګرۍ د جواز له یوه کاله تر دریو کالو پورې د اوږدولو وړاندیز وکړي او  دا به د ثبتونې او د کار د جواز د اخیستو په برخه کې د اسانتیا لپاره یو ستر کار وي.

غني د خپلو خبرو په پای کې زیاته کړه، چې د بدلون د لسیزې په پای کې به په بهرنیو مرستو پورې د افغانستان تړلتیا راکمه شي او زموږ هېواد به  د یوې داسې اتحادیې غړی وي چې له ډیموکراسۍ او بشري حقونو څخه ملاتړ او خپله راتلونکې به د سوداګرۍ او پانګونې له لارې مصوونه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر ماښام يې هم په پرانستونکي ويناوو کې وویل، د افغانستان اتصال او یوځای کېدل افغانستان  ته دا فرصت ورکوي، چې یو ځل بیا د اسیا د سوداګریزې څلور لارې تاریخي رول ترلاسه کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام