د غزني امنيتي او ځايي چارواکي وايي، نن سهار ۴:۴۰ دقيقې وسلهوالو له هاموې ټانک نه په استفادې د کابل- کندهار پر لويه لار غزني کې د اسلامي ثقافت مرکز ته نږدې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو پر ۷۰۳ ځانګړې قطعې برید کړی دی.
د غزني د والي وياند واحدالله جمعهزاده وايي، په دې بريد کې ۷کسان ووژل شول او ۴۰نور ټپيان دي.
د غزني د والي د وياند په وينا، چاودنه ډېره زوروره وه او په دوه کيلومټرۍکې يې د کورونو ښيښې ماتې کړې دي؛ خو د ملکيانو د مرګژوبلې په اړه معلومات نه لري.
د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارین د ياد خبر په تاييد سره وايي، ترهګرو غزني کې د اسلامي ثقافت مرکز په نښته کړی.
د غزني د ولايتي روغتون ریيس بازمحمد همت سلاموطندار ته وايي، له دې چاودنې لسګونه ټپيان روغتون ته ور وړل شوي.
وسلهوالو طالبانو د یاد بريد مسووليت پر غاړه اخيستی.