د غزني یو شمېر هندوان او سېکان وايي، چې د حکومت نه پاملرنه او په ښوونځیو کې د دوی د ماشومانو ځورول هغه ستونزې دي، چې په دې ولایت کې د سیکانو دوه وروستي نسلونه له لیک او لوست نه بې برخې کېږي.
د غزني ولایت په یو معبد کې د هندو او سېک کوچنیان د دیني زده کړو له پاره په یو ټولګي کې راټول شوي؛ خو خوښ نه دي او له خپل راتلونکي ته ناهيلي دي.
دغه ماشومان وايي، له دې امله چې په دولتي او خصوصي ښوونځيو کې له دوی سره ناوړه چلن کېږي؛ له درمساله بهر زده کړې نه شي کولی.
هغه ماشومان چې معبد کې مذهبي زده کړې کوي، غواړي چې په راتلونکې کې د یو افغان سېک یا هندو په حیث د دې هېواد یو انجینر، ډاکتر، پیلوټ او اقتصادپوه شي؛ خو د درمسال او معبد له زده کړو دغې موخې ته رسېدل ستونزمن دي.
سنپال سنګهـ د هغو زده کوونکیو له ډلې دی، چې په ښوونځي کې د مسلمانو زده کوونکیو له خوا نه د ځورولو له لاسه یې ځکه ښوونځی پرېښی دی، چې هلته به ټولګیوالو په دې وېرولو، چې ولې نه مسلمانېږي او یا ولې قرآنکریم نه وايي.
د دې ټولګي بل زده کوونکی دیدار سینګهـ بیا وايي، چې د ښوونځي زده کوونکیو پر مذهبي ارزښتونو ځورول او کله ناکله به یې له دوی نه د تفریح د استفاده په توګه د دوی پر لونګۍ ملنډې وهلې.
د دې زده کوونکیو ښوونکی سنجندر سنګهـ په غزني کې د هندوانو او سېکانو د نوي نسل په اړه اندېښنه ښيي، وايي چې یو شمېر محدود کوچنیان چې خصوصي ښوونځیو کې د زده کړې توان لري، شاملېږي؛ خو هلته هم د دولتي ښوونځیو د ټولګیوالو په شان له ناوړه چلن سره مخېږي.
د دې ښوونکي پر وینا، له دې سره ـ سره چې په اساسی قانون کې د لږکیو د ساتنې خبره شوې، خو دولت ورته پام نه دی کړی او د دوی د حقوقو په برخه کې څه نه دي شوي.
په غزني کې د هندوانو او سېکانو استازي دلیپ سینګهـ د دوی د کوچنیانو د ښوونیز بهیر د پوښتنې د ځواب پر وخت افسوس وکړ او په نمجنو سترګو یې سلام وطندارته وویل، له دې پلوه چې اوسنی او مخکینی نسل يي نالوسته پاتې شوی؛ له زړه خپه دی.
د دلیپ پر وینا، مخکې له دې څو هندوانو له نورو وطنوالو سره یوځای په دولتي ښوونځيو کې زده کړې کولې او د لوړو زده کړو له پاره له افغانستانه بهر هم هند او دوبۍ ته ولېږل شول. دی د خپلو خلکو د راتلونکې سواده په اړه سخت اندېښمن دی.
مخکې له دې د غزني سیمه ییزې ادارې هندو او سېک ماشومانو ته په دې ولایت کې ښوونځی جوړ کړی و؛ خو وسله والو طالبانو په ښوونځي توغندیز بریدونه وکړل.
دلیپ زیاتوي، اوس يي ماشومان له وېرې دغه ښوونځي ته نه ځي او چې اوس په کې یوازې د غزني مسلمان اوسېدونکي زده کړې کوي.
د غزني د ښوونې او روزنې رییس محمد عابد عابد هم په دې ولایت کې د هندو او سېک ماشومانو ښوونیزې ستونزې مني؛ خو وايي، که د غزني هندو او سېک اوسېدونکي د خپلو ماشومانو د زده کړو له پاره ورته مراجعه وکړي؛ دوی ورته زمینه برابروي.
ته وړاندې زیاتوي، د دوی له پاره یې د غزني ښار په متن سیمه کې یو ښوونځی جوړ کړی او د نورو مذهبونو پیروان په کې درس وايي؛ خو دوی نه ورځي.
د راپورونو پر بنسټ، د هندوانو او سېکانو د ځمکو غصب او دوی ته د ټولنیز ژوند د زمینې نه برابرېدل هغه ستونزې دي، چې ډېر هغه یې د افغانستان پرېښودلو ته اړ شول.
له دې ټولو سره ـ سره، که د افغانستان په دولتي ښوونځیو کې هندو او سېک ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره نه شي؛ د نورو هغو په شان به دوی هم خپلې کډې بار کړي.
مدني قوانين وايي، په ډیموکراټیکه فضا کې هندوان او سېکان د افغانستان د نورو وګړیو په شان په هر ډول ملي او ټولنیز بهیر کې د فعالې ونډې په شان حق لري، چې د ژوند کولو اسانتیاوې او د پرمختګ ښه زمینه ولري.