غزني کې د داعش ګواښونو په وړاندې حکومت د خلکو ملاتړ غوښتی

د غزني والي عبدالکریم متین وايي، دغه ولایت کې د امنیت ټینګښت یوازېنۍ لار د وسله والو مخالفینو پر وړاندې د عامو خلکو مسلح کول دي.

عبدالکریم متین سلام وطندار ته وویل، افغان او بهرنیو ځواکونه په دې ولایت کې د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلي؛ اړتیا ده، چې ځايي خلک د وسله والو مخالفینو پر ضد مسلح کړل شي.

دی وايي، ارزانه، په وخت، اغېزمن او چټک کار د ولس په واسطه امن راوستل دي.

د غزني والي وايي، د خلکو اندېښنې یې له مرکزي حکومت سره شریکې کړي او د حکومت له خوا د جدي اقداماتو په تمه دی.

دی وایي، ترهګر هڅه کوي قومي او فرقه يي جګړې رامنځته کړي او دغزني د جاغوري ولسوالي په پرتله په نورو سیمو کې د دغه ګواښ بڼه توپیر لري.

عبدالکریم متین وايي، دوښمن د کابل ـ کندهار لار بندوي د سیمې خلکو سره کار نه لري او په جاغوري کې قومي مسلو ته د لمن وهلو له‌پاره یو کلي ته د داعش په نوم راځي.

متین زیاته کړه، غزني کې امنیتي ځواکونه د وسله والو ډلو څو برابره دي؛ له دې امله د وسله والو مخالفینو فعالیتونه زیات شوي، چې تل عام خلک د ډال په توګه استعمالوي.

د غزني د ولایتي شورا رییس خالق داد اکبري وايي، چې د جاغوري ولسوالۍ په شاوخوا سیمو کې د داعش ډلې فعالیت پراخېدو خلک اندېښمن کړي او هره ورځ د داعش له خوا د بریدونو وېره موجوده ده. 

د اکبري په وینا، خلک د حکومت پر ژمنو بې باوره شوي او چمتو دي خپله د نظام په ملاټر د امنیتي ځواکونو تر څنګ ودریږي.

مخکې تردې هم د غزني امنیه قوماندان جنرال امین الله پر جاغوري ولسوالۍ د طالبانو پراخو بریدونو په اړه خبردارې ورکړی و او زیاته کړې وه، چې له ۱۰۰ زیات وسله وال ګروپونه په دغه ولایت کې له امنیتي ځواکونو سره په جګړه دي؛ خو امنیتي ځواکونه کافي امکانات او تشکیلات نه لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام