عزیز رویش د نړۍ د غوره ښوونکي له مقامه شاته پاتې شو

د معرفت ښوونځي بنسټ اېښودونکي عزیز رویش د نړۍ د غوره ښوونکي مقام تر لاسه نه شو کړای او پر ځای يې امریکایي نانسي اتویل، د نړۍ د غوره ښوونکې لقب وګاټه.

میرمن اتویل د وارکي نړېوال بنسټ د ځانګړې جایزې د ترلاسه کولو وروسته وویل، د زده کوونکو لپاره یې د ازادۍ او ټاکنې حق ورکړی، له دې امله زده کوونکي یې ویښ او بریالي دي.

اتويل سر بېره پردې، چې د نړۍ د غوره ښوونکې لقب یې خپل کړ د دې سیالۍ څخه يې یو میلیون ډالرو جایزه هم تر لاسته کړه.

عزیز رویش څه وخت وړاندې د (وارکي) نړېوال بنسټ له لوري د نړۍ د پنځوسو غوره ښوونکو څخه د ۱۰ غوره ښوونکو په توګه غوره کړ، خو نوموړي و نه شو کړای، چې لومړی مقام ترلاسه کړي.

روېش په یادو مراسمو کې خپلې تحصیلي کچې ته په اشارې سره وویل، چې له پنځو کلونو زیاتې زده کړې یې نه دي کړي، خو د ژوند په ټولو بر خو کې په دې لټه کې و، چې خپلې زده کړې او تجربې نورو ته ولیږدوي.

دی وایي "ویاړ کوم، چې د نړۍ لسو غوره ښوونکو" په ډله کې دی.

په دې مراسمو کې د دبی امير محمد بن راشد ال مکتوم، د متحده ایالاتو پخوانی ولسمشر بیل کلینتون او د وارکي بنسټ مشر سني وارکي ګډون درلودل.

د نړۍ د غوره ښوونکي جایزې موخه د ښوونکو  ستاینه او په کړکېچنو شرایطو کې د روزنې او زده کړې په برخه کې لا زیات اغیزمن کار و.

هر کال په نړۍ کې په زرګونه ښوونکي د دې جایزې لپاره ځان ټاکي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام