د بدخشان ځايي چارواکي وايي چې بېګا شپه په فیض‌اباد ښار کې یو طالب د خپل ورور په مرسته خپله ښځه باندې ډزې کړي او وژلې یې ده.

د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني سلام وطندار ته وویل چې دا ښځه ازاده نومېده چې بېګا ۷ بجې د فیض‌اباد په ۳مه نایحه کې وژل شوې‌ده.

د ښاغلي روحاني په خبره، ازاده ۳۵کاله عمر او ۵ زامن لري چې څو میاشتې مخکې یې له مېړه نه د جدا کېدو غوښتنه کړې‌وه؛ خو د بدخشان استېناف محکمې یې د مېړه په نه‌شتوالي کې د هغې د طلاق حکم صادر کړ.

د ده په وینا، د استېناف محکمې له لوري دې ښځې ته د طلاق ورکولو حکم د دې سبب شو چې د مېړه له لوري ووژل شوه.

د دې کورني ۱۵کلن ماشوم وايي چې د شپې ۲۰ طالبان کور ته وردننه شول او کاکا یې ـ چې فاروق نومېږي ـ د ده په مور یې ډزې وکړې.

د بدخشان د ښځو چارو رییسه ذوفنون ناطق فیض‌اباد ښار ته د طالبانو ننوتلو نه په اندېښنې سره وايي، په بدخشان کې د ښځو ژوند له سختو ننګونو سره مخ دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام