د سویستزرلینډ په جینیوا کې د کارګرو د ۱۰۷ نړۍوال کنفرانس په څنډه کې د افغانستان د کار، ټولنیزو چارو شهیدانو او معلولینو چارو وزیر فیضالله ذکي او د عربي اماراتو د کار او بشري منابعو د وزیر ناصربنثاني الحلمي ترمنځ په عربي اماراتو کې افغانانو ته د کار ورکولو تړون لاسلیک شو.
د (عربین بزنس) د راپور لهمخې، د دې تړون په اړه د عربي اماراتو بشري منابعو وزیر الحلمي پهخپلو خبرو کی وویل، عربي امارات د ټولو حقوقو په نظر کې نیولو سره بېلابېل مهارت لرونکیو افغان کارګرو ته په عربي اماراتو کې نوي کارونه ورکوي او هم به د دواړو هېوادونو د دوو اړخیزو ګټو په اساس اوسنیو کارګرو ته د کار ښې زمینې برابرې کړي.
د دواړو وزیرانو ترمنځ د یوې ګډې کمېټې د جوړېدلو په سر پرېکړه هم وشوه چې لهمخې به یې افغان کارګرو ته د کار تفصیلي معلومات، کاري وخت، امتیازات او نور اړین معلومات ورکول کېږي چې نه د کارکوونکي او نه د کارورکوونکي حق وخوړل شي او دغه چارې به د عربي اماراتو حکومت له نږدې څاري.