د افغانستان حکومت وايي، پر يوې داسې لايحې کار کوي، چې له مخې به یې ټولو افغان خبریالانو ته کاري خونديتوب برابر شي.
حکومتي لوړ پوړي چارواکي وايي، چې اوس مهال افغان خبريالان کاري خونديتوب نه لري او په دې اړه د بېلابېلو اړوندو دولتي ارګانونه سره خبرې روانې دي.
د ولسمشر اجراییوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله "د رسنیو او بدلون لسیزې" په دوه ورځني جوړ شوي سیمینار کې د دغې موضوع تر څنګ زياته کړه، چې د خبريالانو د کاري خونديتوب په اړه حکومت د رسنیو له مسوولینو، د اطلاعاتو او کلتور او عدلیې وزیرانو سره خبرې کړي.
ده وویل، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته يې دنده سپارلې، چې د خبریالانو د کاري خونديتوب له پاره د مدني ټولنو سره په سلا مشورو پر يوې لایحې کار وکړي.
د حکومت اجرایيوي مشر زياته کړه، رسنۍ باید د تروریستانو د تبلیغاتو په خدمت کې را نه شي.
نوموړي نن شنبه د (اپريل ۲۵) "د رسنیو او بدلون د لسیزې" په نوم غونډه کې وویل، حقایق که هر څومره ترخه هم وي؛ باید راپورته شي، خو تر څنګ يې باید د افغانستان ملي ګټو ته هم پاملرنه وشي.
عبدالله ټینګار وکړ، چې د ملي وحدت حکومت د بیان له آزادۍ ملاتړ کوي.
دا لومړی ځل دی، چې حکومت د خبریالانو د کاري خونديتوب په اړه ګام اخلي، له دې وړاندې د "خبریالانو ټولنو"، "نۍ" او یو شمېر نورو بنسټونو په دې اړه بحثونه کړي وو.
اجراییه رییس د خپلو خبرو په دوام وویل، چې د خبریالانو د معلوماتو د رسولو او کار پر وړاندې د پرتو خنډونو او لوړو ژورو سره – سره د څېړنیز ژورنالیزم په ښه توګه پرمخ روان و، خو په دې وروستیو کې څېړنیز ژورنالیزم له رکود سره مخ دی.
ډاکټرعبدالله د خبريالانو پر وړاندې پرتو خنډونو ته نه پاملرنه، د دوی ستونزو ته نه لاسرسی او د خبریالانو ګواښل؛ هغه عمده ستونزې بولي، چې په افغانستان کې يې څېړنيز ژورنالیزم د رکود سره مخ کړی دی.