د امريکا د بهرنيو چارو له وزیر مايک پامپيو سره د ټولشموله حکومت د ولسمشر عبدالله عبدالله له ليدنې وروسته نوموړي په يوه پيغام کې ليکلي، دا چې د پامپيو له سفر نه سمه ګټه نه ده اخيستل شوې، بښنه غواړي.
عبدالله ليکلي چې پامپيو د کورونا له کبله په نړيوال بحراني حالت کې افغانستان ته سفر وکړ او ياد سفر يې په افغانستان کې د بحران د حل لپاره يوه ښه فرصت و؛ خو له دې فرصته سمه ګټه پورته نه شوه.
سپېدار ماڼۍ د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت اعلاميې ته په اشارې سره ويلي چې پامپيو د امريکا پيغام راووړ ترڅو سياسي بحران حل کړي او په دې برخه کې يې د امريکا له مرستو مننه وکړه.
عبدالله ټينګار کړی چې د ملي ګټو په تامين کې او د سولې په راوستو کې د امريکا همکارۍ افغانانو ته ځانګړی اهميت لري.
دا په داسې حال کې ده چې مايک پامپيو کابل ته راغلی و او د ولسمشرۍ ټاکنو د پايلو په اړه د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د اختلافونو په تړاو نيوکه وکړه او ويې ویل چې چې دا اختلافونه د امریکا ملي ګټو ته ګواښ پېښوي.
نوموړي د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې سږ کال به له افغان حکومت سره په خپلو مالي مرستو کې یو میلیارد ډالره کموالی راولي.